Language

د سمنګان راډيو تلويزيون ته سټډيو جوړېږي

مزارشريف- جلال اباد (پژواک، ٣ مرغومى ٩٣): د سمنګان راډيو تلويزيون لپاره د سټډيو د جوړېدو چارې پيل او په ننګرهار کې د بيارغونې شپږ  پروژې بشپړې شوې.

د سمنګان راډيو تلويزيون د سټډيو د جوړېدو چارې د مرغومي په ۳مه د سمنګان د لوړپوړو چارواکو  لخوا د المان هېواد د ځينو استازو پر وړاندې پيل شوې.

د سمنګان د راډيو تلويزيون مسوول عزيز الرحمن قطره پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سټډيو جوړېدو چارې د هغې سترې پروژې يوه برخه ده چې په ترڅ کې يې د المان هېواد د ۱۱ميليونه افغانيو په مرسته د يادې راډيو تلويزيون لسګونه فني کارکوونکي او خبريالان روزل کېږي.

نوموړي زياته کړه چې ياده سټډيو په ۱۳۰متره مربع ساحه کې جوړېږي چې د ثبت، ايډېت او کنټرول خونې به ولري.

د هغه په وينا، د المان د يادې مرستې له لارې به د سمنګان راډيو تلويزيون په تخنيکي او فني برخه کې پرمختګ وکړي.

د المان هېواد د دولت د اقتصادي او پراختيايي چارو وزارت استازي فلوريان اسميټمنس د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل چې دوی به له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.

نوموړي زياته کړه چې د سمنګان راډيو تلويزيون د سټډيو جوړول او په نوور چارو کې مرسته په افغانستان کې له بيان ازادۍ سره مرسته ده.

د سمنګان والي خيرالله انوش له المان هېواده د مننې تر څنګ زياته کړه، دوی به هڅه وکړي چې د سمنګان راډيو تلويزيون له لارې خلکو ته د حکومت اصلي څېره ورپه ګوته کړي.

نوموړي زياته کړه چې دوی د ياد تلويزيون له لارې د بېلابېلو پروګرامونو په ترڅ کې له ولس سره نږدې پاتې شي.

د دې رسنۍ رييس عزيزالرحمن قطره وويل چې له دې مخکې د دوی تلويزيون ډېرې خپرونې د تخنيکي او فني اسانتياوو د کمښت له امله نيمګړې وې.

نوموړي زياته کړه، دوی ډاډه دي چې د المان هېواد له يادې مرستې وروسته به د سمنګان راډيو تلويزيون نوې څېره خپله کړي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د بيارغونې شپږ پروژې بشپړې او ګتې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار ښاروال لعل اغا کاکړ پژواک اژانس ته وويل چې دغه پروژې د جلال اباد ښار په درېيمه ناحيه کې بشپړې شوې دي.

هغه زياته کړه چې په دې پروژو کې د سړکونو پخول، جغل اچونه، د پلچکونو او ويالو جوړول شامل دي.

ښاروال وايي چې پر دغو پروژو شاوخوا درې سوه زره امريکايي ډالره لګښت راغلى چى نوي سلنه يې د اروپايې ټولنې له خوا او پاتې برخه يې د ننګرهار ښاروالۍ او د سيمې اوسېدونکو له خوا ورکړل شوې ده .

د درېيمې ناحيې وکيل ضراب دراني پژواک ته وويل چې د درېيمې ناحيې ډېری سړکونه، پلچکونه او ويالې په اساسي ډول پاخه شوي او له ښاروالۍ يې وغوښتل چې د دې ناحيې پارک هم له سره ورغوي.

Related Topics