Language

وسله والو د غزني د واغز ولسوالۍ بازار تړلى

غزني ښار (پژواک، ٣ مرغومى ٩٣): د غزني د واغز ولسوال وايي، وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د بازار ټولې هټۍ تړلې او کلونه کېږي چې هټۍ وال دې چار ته نه پرېږدي.

واغز د غزني هغه ولسوالۍ ده چې پر مرکز او ورڅېرمه يوه کلي ګوډلو سربېره يې نورې ټولې سيمې د وسله والو په ولکه کې دي.

د واغز ولسوال حاجي عبدالعظيم فاروقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د ولسوالۍ د بازار هټۍ وال پر مرګ ګواښلي؛ ځکه ټولې هټۍ وتړل شوې او بازار په خرابه بدل شو.

نوموړى زياتوي: ((د واغز په بازار کې له١٥٠ ډېرې هټۍ وې، طالبانو په زوره تړلې او اوس بازار کنډواله دى، خلک خپل د اړتيا وړ توکي د غزني له ښاره رانيسي.))

فاروقي زياتوي د دولت وسله والو مخالفينو دا بازار په دې پلمه تړلى چې ګنې د ولسوالۍ پوليسو ترې د اړتيا وړ توکي پېرلي.

هغه وايي: ((موږ له خلکو غوښتني چې راشي او خپلې هټۍ خلاصې کړي، خو وېرولي يې دي نه راځي، د ولسوالۍ بازار ته څېرمه په شېرګوډلو کلي کې يو څو واړه دوکانونه شته دي.))

ولسوال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د طالبانو د دغه ګواښ مخنيوى نه کوئ؟ وويل: ((په دې ولسوالۍ کې د بهرنيو په ګډون ډېر وسله وال دي، خلک ګواښي او کار ته يې نه پرېږدي.))

خو هغه د بيا ځل پوښتنې سره سره قانع کوونکى ځواب ورنه کړ.

محمدانور هغه پخوانى هټۍ وال دى چې اوس په خپل کلي خندقه کې د بېکارۍ ورځې تېروي.

انور د واغز په بازار کې هټۍ درلوده چې د طالبانو په غوښتنه يې وتړله: ((څو ځلې طالبان کور ته راغلل او راته يې وويل چې دوکان دې وتړه، د مرګ ګواښ يې راته وکړ اړ شوم او هټۍ  مې وتړله.))

هغه وايي، وسله والو طالبانو ويل چې له دې هټيو ځايي پوليس مالونه پېري او يا هم خپلې اړتياوې له دغو هټيو پوره کوي.

د شريف الله په نامه يوتن چې د يادې ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د شېرګوډلې په سيمه کې کوچنى دوکان لري، وايي چې دا سيمه د بازار په څېر د حکومت تر ولکې لاندې ده خو ده ته هم وسله والو طالبانو ګواښونه کړي چې بايد هټۍ وتړي.

دى وايي: ((ما ته يې څو ځلې د يوه او بل په خوله پيغام رالېږلى چې له هټۍ دې پوليس توکي پېري بايد ويې تړې، توکل پر خداى که هټۍ وتړم نو څه کار به وکړم؟))

هغه وايي چې دلته په بېلابېلو کليو کې زرګونه کورنۍ مېشتې دي، چې يواځې له پنځو  موجودو هټيو د اړتيا وړ توکي پيري .

د پژواک خبريال هڅه وکړه چې په واغز بازار کې د تړل شوو هټيو  نور  مالکان او يو شمېر ځايي پېرېدونکي پيدا کړي، خو په دغه بازار کې يې يواځې له کنډو دېوالونو نور څه پيدا نه کړل.

د غزني د ولايتي شورا استازي حميدالله سروري پژواک اژانس ته وويل چې د واغز ولسوالۍ بازار تړلى او يوه هټۍ هم په کې خلاصه نه ده چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.

سروري چې د يادې ولسوالۍ استازى دى وايي: ((خلک په ډېر مشکل له غزني ښاره د اړتيا وړ توکي پېري چې په ډېره لوړه بيه ورته تمامېږي.))

نوموړى وايي که چېرې په ياده ولسوالۍ کې امنيت ښه شي، نو شونې ده چې د دې ولسوالۍ هټيوال بېرته بازار فعال کړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو پژواک خبري اژانس ته څه نه دي ويلي.

واغز د غزني له نا امنو ولسواليو ګڼل کېږي چې چارواکي وايي، وسله وال طالبان له همدې ځايه بريدونه تنظيموي او دغلته يې شتون تر نورو سيمو ډېر دى.

تر دې مخکې د دې ولسوالۍ ولسوال پژواک ته ويلي و چې له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د پاکستاني وسله والو په ګډون سلګونه وسله وال طالبان شته چې له دې ځايه جګړې تنطيموي.

د مرغومي په لومړۍ نېټه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد پژواک ته ويلي و چې په واغز کې امنيتي ستونزې شته او دى به ډېر ژر هلته د پوليسو پوستې جوړې کړي.

Related Topics