Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر غني: غير مسوولې وسله والې ډلې د زغم وړ نه دي

کابل (پژواک ٣ مرغومى ٩٣): ولسمشر اشرف غني وايي، غير مسوولې وسله والې ډلې بايد په بشپړ اطاعت او د قانون په حاکميت کې واوسي که نه له جدي قانوني چلند سره به مخ شي.

نوموړي دغه څرګندونې، نن د کندوز ولایت له نويو چارواکو سره د ويډيو کنفرانس له لارې په خبرو کې کړې دي.

د ولسمشر د وياند د دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ويډيو کنفرانس کې چې د کندوز والي، د ولايتي شورا رييس، د استیناف د محکمې رييس، د امنيه قوماندان او د هغه ولایت د نورو ادارو رييسانو شتون درلود.

سرچينه کاږي، لومړی د هغه ولایت والي محمد عمر صافي د کندوز د امنیتي او سیاسي حالت په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

دغه راز په یاد ويډيو کنفرانس کې د ولایتي شورا رييس او د استیناف د محکمې رييس په بېلابېلو برخو کې د هغه ولایت د خلکو ستونزې ولسمشر ته ورسولې.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني وویل، چې د کندوز ولایت نوي چارواکي او د هغوی فعالیتونه د غوره حکومتوالۍ په برخه کې د نوي حکومت لومړنۍ تجربه ده.

هغه د کندوز د ادارو له ريیسانو څخه وغوښتل، ترڅو په هغه ولایت کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره په بشپړه همغږۍ کې چارې ترسره او هڅې وکړي.

نوموړي په هغه ولایت کې د غیر مسوولو وسله والو ډلو شتون ته په اشارې سره وویل: “د غیر مسوولو وسله والو ډلو په مقابل کې هېڅ ډول تحمل موجود نه دی، هغوی باید په بشپړ اطاعت او د قانون په حاکميت کې واوسي؛ له هغې پرته به له جدي قانوني چلند سره مخامخ شي.

ده زیاته کړه، د قانون له چوکاټ څخه بهر هېڅ عمل د منلو وړ نه دی.

د هغه په وينا، د کندوز لپاره د نوي حکومت اراده دا ده، چې په یوه امن ولایت يې بدل کړي.

بايد وويل شي چې عمر صافى، يوه اونۍ وړاندې د کندوز نوى والي وټاکل شو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.