ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دانګام کې لسګونه کلابندې کورنۍ خوشې شوې

author avatar
24 Dec 2014 - 20:20
author avatar
24 Dec 2014 - 20:20

اسعداباد (پژواک ٣ مرغومى ٩٣): په دانګام کې لسګونه کورنۍ چې په دې ولسوالۍ کې له تېرو ١١ ورځو راهيسې کلابندې وې، د قومي مشرانو په مټ وژغورل شوې.

قومي مــشر نصــرالله ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، د کونړ د بېلابېلو ولسواليو يوې ډلې قومي مشرانو پرېکړه وکـــړه، چې په جګړه کې د کلابندو شويو ښځو او ماشومانو د راخوشې کـــولو لپاره لاس په کار شي.

ده زياته کړه، لومړى يې د دولــت له امنيتي ځواکونوسره اړيکه ونيوله او په دې اړه يې ورسره خبره شريـکه کړه.

د هغه په وينا، همدارنګه يې د وسله والو مخالفينو له مسوولينو سره په سيمه کې د ټېلېفون او مخابرو له لارې اړيکه ونيوله، ترڅو په جګړه کې د ښـــځو او ماشــومانو د ژغورلو په برخه کې د قومي خلکو غوښتنه ومني.

ساپى وايي، په پايله کې وسـله والو د دوى خبره ومنله او کلابندې ښځې او ماشومان يې راخوشې کړل.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله هم وايي، په دانګام ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهيسې د ٣٠٠ په شاوخوا کې محاصره شوې کورنۍ د قومي خلکو په مټ له سيمې راوتلې دي.

د ده په خبره، له يادو شويو زيانمنو شويو کورنيو سره به سر له سبا د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وکړي.

د يادو راخوشې شويو کورنيو يو تن عبدالقدوس وايي، د دانګام ولسوالۍ د شينکي په سيمه کې ١١ ورځې کلابند و او تېره شپه له خپلې کورنۍ سره يوځاى راووت.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.