محمودراقي (پژواک، ٤ مرغومى ٩٣): د کاپيسا د ښځو چارو ريسه وايي چې ناپېژانده کسانو په نجراب ولسوالۍ کې پر يوې ١٦ کلنې نجلۍ جنسي تېرى کړى دى.
د ښځو چارو رييسه سيفوره کوهستانۍ وايي، دا پېښه وړمه ورځ د کلان درې په سيمه کې شوې او ياده نجلۍ له دوى سره تر درمنلې لاندې ده.
هغې پژواک خبري اژانس وويل، شپږ ناپېژانده وسله وال په ياده سيمه کې د شپې له خوا پر يوه کور ور اوښتي او د دغو کسانو له ډلې يوتن يې پر يادې نجلۍ تېرى کړى دى.
د ښځو چارو رييسه په دې اړه د جدي پلټنو غوښتنه کوي.
د نجراب د کلان درې سيمې اوسېدونکي سيداغا پژواک ته وويل، د کلي پر يوه کور وسله والو ور اوښتي وو او وروسته خبر شوو چې پر يوې نجلۍ يې تېرى هم کړى دى.
هغه وويل، داسې ګونګسې دي چې ګواکې دا کار سيمه ييزو پوليسو کړى دى.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبادالله تلوار تاييدوي چې په کلان دره کې پر يوې نجلۍ جنسي تېرى شوى، خو ردوي چې ګواکې په دې پېښه کې دې سيمه ييز پوليس لاس ولري.
تلوار وايي، چې پوليسو په دې اړه څېړنې پيل کړې دي.