کندهار (پژواک، ٥ مرغومى ٩٣): د کندهار چارواکي وايي چې نن مازديګر مهال په ډند ولسوالۍ پر يوه سراچه ډوله موټر د سرک د غاړې د ماين چاودنه شوې چې له امله يې د ملي امنيت څلور منسوبين او يو ملکي وګړى وژل شوي دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک ته وويل چې چاودنه د شاوخوا ٥:٣٠ د ډنډ ولسوالۍ د ابراهيم خليفه بابا په سيمه کې شوې ده. د صميم په وينا د ملي امنيت يو کارکوونکي په چاودنه کې ټپي شوى دى.
د والي د وياند په وينا د ملي امنيت وژل شوي کارکوونکي د زابل له شهر صفا ولسوالۍ څخه د کندهار ډنډ ولسوالۍ ته د تفريح لپاره راغلي وو.
ددې چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخستى.