كندوز(پژواک،۵ مرغومى ۹۳ ):د کندوز امنيتي چارواکي وايي، هغه ځانمرګى بريدګر يې نيولى چې په دغه ولايت کې يې د کابل بانک پرڅانګه د ځانمرګي بريد هوډ درلود.
د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالصبور نصرتي د مرغومي په ٥مه پژواک اژانس ته وويل چې د محمد ناصر په نوم دغه ١٨کلن ځوان يوکال مخکې پاکستان ته د ديني زده کړو په موخه تللى و، خو هلته ورته د ځانمرګي بريد د تر سره کولو زده کړې ورکړل شوې وې او بېرته کندوز ته رالېږل شوى و.
ده وويل چې ياد بريدګر د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکى دى او ورته ويل شوي و، چې په کندوز کې د کابل بانک په څانګه کې ځان ته چاودنه ورکړي .
ده زياته کړه چې ياد ځانمرګى د کشفي معلوماتو په اساس د کندوز د امنيه قوماندانۍ د استخباراتو د مديريت له خوا نيول شوى دى.
سرچينې له دغه ځانمرګي بريدګر څخه د چاودېدونکو توکو د واسکټ د ترلاسه کولو په اړه څه ونه ويل ، خو زياته يې کړه چې پوښتنې ترې پيل شوې دي او دوسيه به يې عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي .
دغه مشکوک ځانمرګي بريدګر محمد ناصر وويل : ((پلار او مور مې د ديني زده کړو په موخه پاکستان ته وليږلم خو هلته زه د ځانمرګو بريدو په کورس کې شامل شوم .))
ده وويل چې په پاکستان کې يې اته مياشتې د ځانمرګو بريدو په برخه کې بېلابېلې زده کړې کړي او د زده کړو پرمهال ورته ويل کېدل چې له بريده وروسته بيا جنت ته ځې .
ناصر وويل چې ورته ويل شوي و ، چې په کندوز کې د کابل بانک تقلبي کارت ورکول کيږي او بيا به د کابل بانک څانګې ته ننوځي او بريد به وکړي .
ده ويل چې اوس پېښمانه دى او له حکومت څخه د عفوې هيله لري .
د ويلو ده چې څه موده مخکې يوبل مشکوک ځانمرګى بريدګر چې په کندوز کې د سولې شورا پر رييس د بريد نيت يې درلود خپل هدف ته تر رسېدو مخکې د پوليسو له لوري ونيول شو .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP