Language

وسله والو د غزني ښاروالۍ يو کارکوونکى وژلى

غزني ښار (پژواک، ۶ مرغومى ۹۳): د غزني چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو د غزني د ښاروالۍ يو مامور پر ډزو وژلى او يو ملکي وګړى يې ټپي کړى دى.

د دغه ولايت وياند شفيق ننګ د مرغومي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار نږدې ١١ بجې وسله والو د غلام فاروق په نوم د ښاروالۍ پر ياد کار کوونکي ډزې کړې او وژلى يې دى.

هغه زياته کړه چې وسله والو يو کراچۍ لرونکى عام وګړى هم ټپي کړى دى.

هغه وويل چې دغه پېښه د ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.

د والي وياند وايي چې د دې پېښې د څرنګوالي په موخه د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.

د پېښې يوه عيني شاهد محمدالله پژواک اژانس ته وويل چي د ډزو غږ يې نه دى اورېدلى، خو کله چې يې وکتل د سړک پر سر دوه کسان پراته وو او پوليسو روغتون ته ولېږدول.

هغه وايي چې وسله وال ښايي پر موټرسايکلونو تښتېدلي وي.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکتر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل له يادې پېښې يو مړى او يو ټپي ور وړل شوي او زياتوي چې د ټپي روغتيايي حالت ښه دى.

د يادونې ده، تېره ورځ په ورته پېښه کې د غزني د ولايتي شورا وکيله ذکيه رحيمي هم د بې غږه تومانچې په وسيله ټپي شوې وه.