Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په اله ساى کې ٩ طالبان وژل شوي

محمودراقي (پژواک،٦ مرغومى ٩٣): چارواکي وايي، د کاپيسا په اله ساى ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال نهه وسله وال وژل شوي دي.

د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال خواجه فقيراحمد صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه يې د يادې ولسوالۍ د ”سکين” په سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه زياتوي، د چټک غبرګون قطعې پوليسو په دې عملياتو کې د ”فاروقي” په نامه د مشهور طالب قوماندان په ګډون نهه طالبان وژلي، دوه يې ټپيان کړي او يو يې نيولى دى.

دى وايي، په دې عملياتو کې د سيمې اوسېدونکو او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د “سکين” په اړه ويل کېږي، چې د اله ساى ولسوالۍ ناامنه سيمه ده؛ د طالبانو نفوذ په کې ډېر دى او له تېرو ١٢ کلونو راهيسې دا لومړى ځل دى، چې افغان سرتېري په کې عمليات ترسره کوي.

د خيرالله په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي په ټېلېفوني اړيکه کې پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه يې د چورلکو او وسله والې نښتې غږونه اورېدلي دي.

هغه زياتوي، سهار خبر شو چې افغان سرتېرو عمليات کړي او په سيمه کې يې يو شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

وسله والو طالبانو بيا تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.