کندوز (پژواک ٦مرغومى ٩٣): کندوز ولايت کې د غيرقانوني وسله والو يو قوماندان يوسف ارجال له دوو نورو ملکيانو او يوه طالب سره يو ځاى وژل شوى او يو بل قوماندان له دوو نورو طالبانو سره ټپي شوى دى.
د خان اباد ولسوال حيات الله اميري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه قوماندان د يادې ولسوالۍ په اقتاش سيمه کې پرون شپه شاوخوا ١١ بجې وژل شوى دى.
هغه زياته کړه چې د معلوماتو له مخې، لومړى هغه ته خپلوانو زنګ وهلى، نو کله چې نوموړى له کوره را بهر شوى؛ د هغه د خپلوانو له لوري چې وسله وال وو، وژل شوى او له هغه وروسته بريدکوونکي د پېښې له ځاى څخه تښتېدلي دي.
خو اميري وويل، چې امنيتي ځواکونو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
همدارنګه په بله پېښه کې د رازمحمد په نوم يو بل غير قانوني وسله وال، کله چې پرون مازيګر له کندوز ښاره د خان اباد چهارسري سيمې ته د کور پر لوري روان و، د لارې په اوږدو کې له وسله والو طالبانو سره مخ شوى دى.
د خان اباد ولسوال وويل، په هغې نښته کې چې د دواړو لورو تر منځ رامنځته شوې، د يوه طالب په ګډون د رازمحمد زوى او وراره په کې وژل شوي او رازمحمد او يو بل طالب ټپيان دي.
د سيمه ييزو چارواکو په وينا، په خان اباد کې له درې زرو څخه زيات غيرقانوني وسله وال کسان شته. د سيمې اوسېدونکي وايي، د دوى تر منځ د خپلمنځيو نښتو او شخړو له امله تر پوزې راغلي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي نجيب الله وويل، چې له ډېرې مودې راهيسې د غيرقانوني وسله والو تر منځ نښتې رامنځته کېږي، چې ډېرى قربانيان يې ملکي وګړي دي.
ده زياته کړه، چې په وروستيو څو مياشتو کې د اقتاش، محفلي، ايشانتوپ، چارتوت، موسى زى او ايشان ها کليو څخه سلګونه کورنۍ کندوز ښار او يا هم د ولسوالۍ مرکز ته کډه شوې دي.
د اقتاش سيمې يوه اوسېدونکي چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، وويل، چې يوسف ارجال د هغو قوماندانانو له ډلې و، چې پر خلکو به يې سخت ظلم زياتى کاوه او خلک به يې تل په مرګ باندې ګواښل.
هغه زياته کړه: “وسله وال کسان له خلکو څخه په زور ډوډۍ خوري او که چېرې کورنۍ بلې سيمې ته د کډې کولو نيت وکړي، نو د هغوى مخه نيسي.”
هغه زياته کړه، چې دغه غيرقانوني وسله وال تل د يو بل پر وړاندې سنګرونه نيسي او په سيمه کې يې يو جلا حکومت رامنځته کړى دى.
سرچينې وويل: “موږ له دغه وضعيت څخه تنګ شوي يو او غواړو، چې دولت بايد دوى ژر تر ژره بې وسلې کړي.”
خو د کندوز امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيدجهانګير کرامت وويل، چې د وسله والو کسانو د بې وسلې کولو پلان يې په پام کې نيولى او دغه پلان به د کورنيو چارو وزارت له لوري د سيمه ييزو پوليسو د جوړښت په رامنځته کېدو سره پلى شي.
بلخوا د خان اباد ولسوال وويل، چې اوسمهال غيرقانوني وسله وال له خپلو سنګرونو راکوز شوي او د دوى خپلمنځۍ جګړې پاى ته رسېدلې دي.
هغه دا مني چې په وروستيو څو مياشتو کې د خان اباد له بېلابېلو کليو څخه شاوخوا ٦٠٠ کورنۍ د ولسوالۍ مرکز او يا هم د کندوز ښار ته کډه شوې، خو اوسمهال امنيت ښه شوى او بېځايه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته د راستنېدو په حال کې دي.
اميري وويل، چې پرون ورځ خان اباد ولسوالۍ ته کافي شمېر د عامه نظم پوليس، ملي اردو او پوليس راغلي او ټاکل شوې، چې د طالبانو له شتون څخه د دغې ولسوالۍ ناامنه سيمې ژر تر ژره پاکې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP