Language

حيرتان کې  ځانمرګي بريد دوه ملکي وګړي ټپيان کړي

مزارشريف (پژواک، ٧ مرغومى ٩٣): د بلخ په حيرتان بندر کې د يوه ځانمرګي بريد له امله دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې شوى دى.

هغه زياته کړه چې ځانمرګي بريدګر له چاودېدونکو توکو ډک خپل موټرسايکل د حيرتان بندر په ښارګوټي کې د سرحدي پوليسو له يوه رېنجر موټر سره جنګولى دى.

دى وايي چې پوليس له دغه بريده روغ وتلي، خو دوه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د بسم الله په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې پوليس او ملکي وګړو دواړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي چې ځانمرګي بريدګر خپل موټرسايکل له رېنجر سره جنګولى چې له امله يې ياد رېنجر ويجاړ شوى او درې پوليس هم په کې وژل شوي دي.

خو د امنيت امر د پوليسو مرګ ژوبله ردوي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics