جلال اباد (پژواک، ٧ مرغومى٩٣): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکې د يوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه اته بجې د چپرهار ولسوالۍ په تريلي سيمه کې شوى دى.
هغه زياته کړه چې د دغه بريد په پايله کې د يوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي دي.
مشرقيوال وويل چې يادو وسله والو په سيمه کې ورانکاره کړنې ترسره کولې او په بېلابېلو وختونو کې يې له امنيتي ځواکونو سره نښتې هم کړې دي.
د نوموړي په وينا ، په وژل شوو کې د وسله والو يو مشهور قوماندان نواب هم شامل دى.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د بې پيلوټه الوتکې بريدونه ډېر شوي او ګڼو وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 1
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP