محمود راقي ( پژواک، ٧ مرغومى ٩٣ ) : د کاپيسا ولايت چارواکي وايي چې د بهرنيو ځواکونو د يوې بې پيلوټه الوتکې بريد کې د تګاب ولسوالۍ لپاره د وسله والو له خوا ټاکل شوى ولسوال له پنځو ملګرو سره وژل شوى دى.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبدالله تلوار د مرغومي په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا بريد نن مازيګر شاوخوا څلور نيمې بجې شوى .
هغه زياته کړه، چې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د تګاب ولسوالۍ د اندوړ پر سيمې بريد وکړ چې له امله يې شپـږ وسله وال وژل شوي دي.
تلوار وايي چې په وژل شويو کسانو کې د تګاب ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له خوا ټاکل شوى ولسوال مولوي عزيز او امنيه قوماندان شاهد شامل دي.
د نوموړي په وينا، په دې بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د اجمل په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي هم ياد بريد تاييد کړ او ويې ويل چې يو شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې پرون ځايي چارواکو ددې ولايت په اله ساى ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د ٩ وسله والو د وژلو خبر ورکړى و.