مزارشريف (پژواک، ٨ مرغومى ٩٣): د بلخ د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې سږ کال د ورښتونو د نه کېدو له امله په شمال کې د وچکالۍ وېره ده چې بايد مرکزي حکومت ورته چمتووالی ولري.
د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس د مرغومي په ۷مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په شمال او په ځانګړې توګه بلخ ولايت کې د کرنې ډېره برخه للمي ځمکې جوړوي چې بايد له همدې اوسه يې د کرلو چارې پيل شوې وای.
نوموړي زياته کړه چې په شمال کې د للمي ځمکو کر په تلې مياشت کې پيلېږي چې سږ کال له دې مودې څخه د درېيو مياشتو په تېرېدو هېڅ کروندګر د ورښتونو نه کېدو له امله للمي ځمکې نه دي کرلې.
د هغه په وينا، په تېرو کلونو کې به تر دې دمه يا يو ځل واوره شوې وه او يا به په پرله پسې توګه بارانونه کېدل.
شمس وويل چې د للمي ځمکو د کر لپاره واوره او په پرله پسې توګه بارانونه زمينه برابروي، چې لا نه ده برابره شوې.
نوموړي زياته کړه: ((تر دې دمه د ورښتونو نه کېدو روان کرنيز کال هسې هم زيانمن کړی دی؛ خو که چېرې تر کب مياشتې پورې د ورښتونو د نه کېدو لړۍ همداسې روانه وي؛ نو وچکالي يې وګڼئ.))
د هغه په وينا، د بلخ ډېری ځمکې هسې هم د اوبو د کمښت له امله نيمايي کرل کېږي، چې روان موسمي حالت به يې لا پسې اغېزمنې کړي.
د کرنې رييس وويل، چې په دغه ولايت کې ۱۲۵۰زره جريبه ابي او ۷۵۰زره جريبه للمي ځمکه شته ده.
نوموړي زياته کړه چې تېر کال د بلخ له شته للمي ځمکې څخه د بېلا بېلو ستونزو له امله نيمايي کرل شوې وه؛ که سږ کال ورښتونه ونه شي نو هېڅ به ونه کرل شي.
د هغه په وينا، په للمي ځمکو کې غنم، کُنجت او ځای ځای هندواڼې او خټکي کرل کېږي چې سږ کال يې د کرلو د مهال درې مياشتې تېرې شوې او يوه يې پاتې ده.
کاتب شمس وويل چې که په ياده موده کې په ښه پيمانه ورښتونه ونه شول، نو د وچکالۍ مخينوی خورا ناشونی دی.
نوموړي زياته کړه کله چې کال باراني نه وي نو د للمي ځمکو تر څنګ په سيندونو کې د اوبو د کمښت له امله ابي ځمکې هم په پوره توګه اغېزمنېږي.
د هغه په وينا، د ابي ځمکې د کر لپاره دوی په هره ثانيه کې ۴۰۰ متره مکعب اوبو ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې د بلخ په شولګر سيند کې د اوبو زياتېدو پر مهال د اوبو کچه له ۴۵ متر مکعب څخه نه اوړي.
د کرنې رييس د کرکيلې د اغېزمنتيا تر څنګ د مالدارۍ د اغېزمنتيا يادونه هم وکړه.
نوموړي زياته کړه، چې د ورښتونو نه کېدو له امله دښتې سپېرې پاتې کېږي او په مالونو کې د وچ اقليم له امله يو ډول ناروغي رامنځ ته کېږي.
د هغه په وينا، په شمال کې ډېرې مالدارۍ په څرځايونو پايي چې څه يې د زورواکو له خوا غصب شوي او پاتې د ورښتونو د نه کېدو له امله شنه شوي نه دي.
شمس وويل چې دولت بايد د راتلونکي لپاره په شمال زون کې د وچکالۍ له امله د عامو خلکو اړتياوو ته ځواب ويونکی وي.
نوموړي زياته کړه چې د انساني خوراکې لپاره د غنمو زېرمه، د مالونو لپاره د واښو زېرمه، کرنيز درمل او کرنيز تخمونه بايد چمتو کړای شي.
د هغه په وينا، که چېرې دولت له عامو خلکو سره د يادو توکو په برخه کې جدي مرسته ونه کړي؛ نو زيان به ډېر وي.