Language

لوګر کې سلګونه کيلوګرامه ترياک نيول شوي

غزني ښار (پژواک، ۸ مرغومى ۹۳): چارواکي وايي چې د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د بريد پر مهال درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او يوه ښځه ټپي شوې ده.

د دغه ولايت د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د يادې ولسوالۍ د بختيارو سيمې پر پوستو بريد کړى.

ننګ وويل چې په وسله واله نښته کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو دقيق شمېر يې نه دى معلوم.

بلخوا د والي وياند وايي تېره شپه د قره باغ په ولسوالۍ کې د يوه راکټي بريد په ترڅ کې يوه مېرمن ټپي شوې ده.

هغه وويل چې دغه بريد وسله والو طالبانو کړى و څو د پوليسو پوسته پرې په نښه کړي خو پر يوه ځايي کور لګېدلى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا پژواک ته وايي چې طالبانو د ګيلان په ولسوالۍ کې جګړه نه ده کړې، بلکې سيمه ييز پوليسو په خپلمنځي نښته کې وژل شوي دي.

چارواکي د مجاهد دا ادعا ردوي او وايي چې په لوګر ولايت کې يې پنځه سوه کيلوګرامه ترياک له يوه لېږدونکي سره نيولي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک خبری اژانس ته وويل چې دغه ترياک يې تېره شپه يې د مرکز په پادخواب شانه سيمه کې په يوه لنډکروزر موټر کې نيولي.

امنيه قوماندان وايي له نيول شوي تن څخه څېړنې کوي چې د دې نشه يي توکو اصلي کاروباري معلوم او ونيسي.

هغه وويل چې په لوګر ولايت کې کوکنار نه کرل کېږي خو ځينې مهال له دې لارې نورو ولايتونو  ته غسې نشه يي توکي قاچاقېږي.

نوموړي زياته کړه چې د دوى د راپور له مخې نيول شوي توکي د ازرې له ولسوالۍ څخه غزني ولايت ته انقالېدل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.