ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي غورځنګ: که کابينه ژر اعلان نه شي لاريونونه کوو

ملي غورځنګ: که کابينه ژر اعلان نه شي لاريونونه کوو

author avatar
29 Dec 2014 - 19:43
ملي غورځنګ: که کابينه ژر اعلان نه شي لاريونونه کوو
author avatar
29 Dec 2014 - 19:43

کابل (پژواک، ٨ مرغومى ٩٣): د افغان ملي غورځنګ په نوم د يوې مدني ټولنې غړي وايي که د”ملي وحدت حکومت” مشران ژر تر ژره د کابينې غړي معرفي نه کړي، نو لاريونونو ته به مخه کړي.

دوى وايي چې د کابينې په جوړېدو کې اوږده ځنډ په خلکو کې د حکومت اعتبار زيانمن کړى دى.

د افغان ملي غورځنګ غړو نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د “ملي وحدت حکومت” په نامه د ګډ حکومت جوړېدو موخه له بحران څخه د افغانانو ژغورل وو، خو  له بده مرغه داسې ښکاري چې د ملي وحدت نسخه برعکس د بحران دلا زياتېدو او پراخېدو لامل ګرځېدلې ده.

ددې غورځنګ غړي فيض محمد ځلاند وويل چې که د نوې کابينې چارې تر دې زياتې ځنډنۍ شي، نو په پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي.

دې غورځنګ په خپل پرېکړه ليک کې پر حکومتي مشرانو تور پورى کړى چې حکومتي څوکيو ته د غنيمت په سترګه ګوري، د وېش پر سر يې نه سره جوړېږي او دې کار پر حکومت د خلکو بې باوري اوج ته رسولې ده.

په پرېکړه ليک کې راغلي: “زموږ په اند هغه مسخرې چې د ملي وحدت په نامه روانې دي، د افغانستان د حکومت حيثيت ته يې په ملي او نړيواله کچه دروند زيان اړولى دى، هيله ده چې د ملي درايت له مخې دغه ډرامې نور پاى ته ورسېږي.”

افغان ملي غورځنګ د حکومت له دواړو مشرانو وغوښتل چې د ټاکنيز کمپاين پرمهال له خلکو سره پر کړو ژمنو عمل وکړي. “موږ د هېواد له ولسمشر او اجراييوي رييس څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې خپل بهرني او کورني سفرونه او تشريفاتي کتنې ټولې وځنډوي او يواځې د کابينې د جوړښت پر چارو تمرکز وکړي.”

مدني ټولنې په داسې حال کې پر حکومت نيوکه کوي چې ولسمشر اشرف غني د کابينې د اعلان لپاره دوه ځلې نېټه وټاکله، خو ويې نه شواى کولى چې نوي کانديد وزيران ولسي جرګې ته معرفي کړي.

د کابينې په جوړېدو کې د ځنډ له امله حکومت په کور دننه د خلکو او ملي شورا له سخت انتقاد سره دى.

تېره شنبې (جدې ٦مه) ولسي جرګې پرېکړه وکړه چې ددې جرګې اداري پلاوى او د ١٨ کمېسيونونو مشران به له ولسمشر غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله سره وګوري او د کابينې په اعلان کې د ځنډ پر دلايلو ځان پوه کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.