کابل (پژواک،٨ مرغومى ٩٣): ولسمشراشرف غني وايي، چې د ميدان وردګو په ولايت کې د کوچيانو او د سيمې دخلکو ترمنځ د رامنځته شوې شخړې په اړه جرګه بايد د ستونزې د حل لپاره پر يوه واقعبينانه مهال وېش کار وکړي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني نن ياد ولايت ته د استول شوي پلاوي رپوټ واورېد اولازمې لارښوونې وکړې.
د پلاوي د رپوټ له اورېدو وروسته پرېکړه وشوه،چې د موظف پلاوي او د هېواد د نفوذ لرونکو، مذهبي، مخورو اومسلکي کسانو په ترکيب د ولسمشرد حقوقي سلاکارعبدالعلي محمدي او د ولسمشر سلاکار ډاکټر محمد اکرام خپلواک په مشرۍ دې يوه سراسري بين الافغاني جرګه جوړه شي ترڅو د دغې ستونزې د بنيادي حل لپاره په هر اړخيز ډول معقولې لارې چارې وسنجول شي.
ولسمشرغني د حقيقت موندونکي پلاوي د رپوټ او وړانديزونو له مخې د چارو د ادارې لوی رياست ته لارښوونه وکړه،چې له زيانمنو شويو کورنيو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
هغه وويل:((دپېښو تکرار د منلو وړ نه دی او زموږ تمرکزبايددقانون دحاکميت له لارې داصلاحاتو پر رامنځته کولو وي او جرګه بايد د ټولو ښکېلو اړخونو نظرونه راټول او د ستونزې د حل لپاره پر يوه واقعبينانه مهال وېش کار وکړي.))
ولسمشر ټينګار وکړ، چې د جرګې د ترکيب له جوړېدو وروسته د درې اوونيو په لړکې دې دغه جرګه د ولسمشرۍ مقام ته خپلې حل لارې وړاندې کړي ترڅو دکوچيانو او دسيمې د خلکو ترمنځ موجودې ستونزې ته په بنيادي ډول د پای ټکی کېښودل شي.
اشرف غني وويل،چې د دغې ستونزې د بنيادي حل لپاره به د جرګې غړي د هغه غوڅ اوڅرګند ملاتړ له ځان سره ولري.
د ياودنې ده ، چې په ميدان وردګو کې د کوچيانو او سيمه ييز خلکو تر منځ له څو کلونو راهيسې شخړې روانې دي،چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم په کې اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP