Language

يو پوځي افسر او څلور طالبان وژل شوي

غزني، محمودراقي(پژواک ٨ مرغومى ٩٣): وسله والوطالبانو غزني ښار کې د ملي اردو يو افسر وژلى او کاپيسا کې د عملياتو پر مهال څلور طالبان وژل شوي او لس تنه يې نيولي دي.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ د مرغومي په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن  ١١ بجې وسله والو د بې غږه تومانچې په وسيله د ملي اردو د اوپراسيون د همغږۍ مسوول حکيم خان وژلى دى.

په تېرو دوه اوونيو کې دا درېيمه پېښه ده چې د بې غږه تومانچۍ په وسيله رامنځ ته کېږي ، چارواکي  بريدګر  وسله وال طالبان او يا هم ناپېژنده کسان بولي.

د والي وياند وايي نننۍ پېښه د ښار د درېيمې حوزې په اړونده سيمه کې رامنځ ته شوې،بريدګر تښتېدلي او پوليسو په دې تړاو څېړنې پيل کړې دي.

د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر اسدالله انصافي بيا وايي چې حکيم خان د ملي اردو د همغږۍ مسوول نه دى، بلکې يو پوځي افسر  و  چې نن د وسله والو په بريد کې ووژل شو .

د سيمې يوه اوسېدونکي حکمت الله پژواک ته وويل چې ده هم په سيمه کې د ملي اردو د يوه افسر د وژل کېدو خبر اورېدلى دى.

تر دې مخکې د ولايتي شورا يوه وکيله هم په دغسې يوه بريد کې ټپي شوه او د ښاروالۍ يو مامور  وژل شوى و.

  طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل چې د دوى وسله والو نن له غرمې مخکې په ١١بجو يې د عامه ساتنې د پوليسو د کنډک قوماندان بلوڅ خان وژلى دى .

بلخوا د کاپيسا چارواکي وايي چې په نجراب ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال څلور طالبان وژلي، دوه يې ټپيان کړي او ١٠ يې نيولي دي.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر عبادالله تلوار پژواک اژانس ته وويل چې دا عمليات يې تېره شپه د افغانيه سيمه کې ترسره کړي، چې ځايي خلکو او سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د فيض محمد په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې تېره شپه يې په سيمه کې د ډزو غږونه اورېدلي خو نه پوهېږي چې وسله وال به په کې وژل شوي وي که نه؟

هغه وويل د افغان سرتېرو له عملياتو خبر شوي خو په دې عملياتو کې خايي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

Related Topics