ترينکوټ (پژواک، ٩ مرغومى ٩٣): ناپېژاندو وسله والو په اروزګان ولايت کې د يوې روغتيايي موسسې درې کارکوونکي تښتولي دي.
د اروزګان د والي وياند دوست محمد نايل د مرغومي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه وړمه ورځ د خاص اروزګان ولسوالۍ د شالۍ ناوې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړې چې وسله والو د افغان روغتيايي پرمختيايي موسسې (اى اېچ ډي اېس) څلور کارکوونکي چې دوه ډاکتران، يو واکسيناتور او موټر چلوونکى دي، تښتولي دي.
د والي وياند وايي چې دغه کسان يادې سيمې ته د ناروغانو د درملنې لپاره تللي وو چې وسله والو تښتولي دي.
نايل وويل چې د يادې موسسې مسوولينو له پېښې ٢٦ ساعته وروسته دولتي مسوولينو ته خبر ورکړى او امنيتي ارګانونو يې په اړه پلـټنې پيل کړې دي.
د خاص اروزګان امنيه قوماندان ملا نعمت الله له يادې پېښې ناخبري ښيي او زياتوي چې دوى ته چا په دې اړه راپور نه دى ورکړى.
خو په ترينکوټ ښار کې د يادې موسسې يوه کارکوونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو د دوى دوه ډاکټران او يو چلوونکى تښتولي دي.
هغه زياتوي چې وسله والو واکسيناتور وهلى ، خو بېرته يې خوشې کړى دى.
د سرچينې په وينا، د دوى ياده ګرځنده ډله د خاص اروزګان د شالۍ ناوې په سيمه کې د شري او ټوخي ناروغيو د درملنې په موخه تللي وو.
دى وايي چې دغه ګرځنده ډله په دوو جوماتونو کې د ناروغانو درملنه کړې وه، کله چې درېيم ته تللي، نو وسله والو بيولي دي.
د هغه په وينا، چې د يادې سيمې قومي مشران د يوې جرګې له لارې د تښتول شوو کسانو د خوشې کولو هڅې پيل کړې دي.
د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکټر خان اغا مياخېل ياده پېښه تاييدوي او زياتوي چې په سيمه کې يې قومي جرګې د پيدا کولو هلې ځلې پيل کړې دي.
تر اوسه د دغو کسانو د تښتونې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.