Language

دانش: د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لاسته راوړل مو په لومړيتوبونو کې دى

کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٣): د افغانستان کرکټ بورډ نوى عمومي رييس وايي چې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې يې په کاري لومړيتوبونو کې دي.

ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې د يوه فرمان له مخې نسيم الله دانش د افغانستان د کرکټ بورډ د نوي عمومي رييس په توګه وټاکه، هغه تر دې مخکې د کرکټ بورډ د اجرائيوي رييس او د عمومي مشر د مرستيال په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

نسيم الله دانش له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د افغانستان کرکټ ته د لومړۍ درجې دريځ ترلاسه کولو لپاره يې هلې ځلې په کاري لومړيتوبونو کې دى.

هغه زياته کړه چې افغانستان اوسمهال د کرکټ د نړيوالې شورا د دويمې درجې (اېسو سي اېټ) غړيتوب لري.

نوموړى وايي چې د لومړۍ درجې دريځ ترلاسه کولو لپاره ډېر کارونه په کار دي، ملي او د ځوانانو لوبډلې بايد په نړيوالو سياليو کې ښې لاسته راوړنې ولري، پياوړو لوبډلو سره ښې سيالۍ ترسره کړي او په هېواد کې کورنى کرکټ ډېره وده وکړي.

دانش وويل چې دوى د دغو کارونو ترسره کولو په موخه تر ټولو مخکې پر لس کلن پلان کار پيل کړى دى او د لومړۍ درجې دريځ ترلاسه کولو لپاره يې هلې ځلې د دې پلان په سر کې دي.

هغه زياته کړه: ((د دغه پلان يوه مهمه برخه دا ده چې د لومړۍ درجې د ترلاسه کولو لپاره ټول مهم او اړين کارونه ترسره شي.))

د کرکټ بورډ نوى مشر وايي، د دغه پلان له مخې په هېواد کې په نړيواله کچه د کرکټ د نورو ميدانونو جوړول، ملي او ځوانو لوبغاړو ته په نورو هېوادونو کې روزنيز پروګرامونه په لاره اچول او دوى ته د نورو نړيوالو روزونکو ګومارل شامل دي.

هغه زياته کړه چې همدا اوس په هېواد کې په نړيوال معيار برابر دوه لوبغالي شته، په خوست، کندهار او کندوز ولايتونو کې پر نورو لوبغالو کار روان دى.

د دانش په وينا، دوى په پلان کې لري چې د هېواد په شمال کې کرکټ ته ډېره وده ورکړي او په دې برخه کې په بغلان، بدخشان، بلخ او ځينو نورو ولايتونو کې هم د کرکټ د اکاډميو او وړو ميدانونو د جوړولو چارې همدا اوس روانې دي.

د کرکټ د ٢٠١٥ نړيوال جام په اړه نسيم الله دانش وويل چې دوى د ملي لوبـډلې د ټاکلو لپاره تجربه لرونکې ټاکنيزه خپلواکه کمېټه جوړه کړې ده.

هغه وايي چې دې کمېټې تېره ورځ له څو ورځو اروزونو او بحثونو وروسته ١٥ کسيزه ملي لوبـډله اعلان کړه.

د نوموړي په وينا، د کرکـټ ادارې مشرتابه او نورو چارواکو د ملي لوبـډلې په ټاکلو کې هېڅ رول نه درلود او ټاکنيزې کمېټې په خپلواکه توګه ملي لوبـډله ټاکلې ده.

دا چې له ملي لوبډلې څخه يو شمېر تجربه لرونکي لوبغاړي ايستل شوي دي، دانش په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په دې اړه بايد ټاکنيزه کمېټه ځواب ورکړي.

خو هغه زياته کړه چې په ټاکنيزه کمېټه کې دوه بهرني روزونکي، کورني روزونکي او پخواني مشران لوبغاړي شته او هغوى ملي ګټې په پام کې نيولو سره دا لوبډله ټاکلې ده.

ده وويل چې د نړيوال جام لپاره له تېرو څو مياشتو راهيسې بشپړ تياريانې نيول شوي، ملي لوبډله څو مياشتې مخکې اسټراليا او نيوزيلينډ ته د تمريناتو لپاره لېږل شوې وه او ډېرې ښې لاسته راوړنې يې لرلې.

هغه وايي چې ملي لوبـډله په راتلونکو څو ورځو کې په متحده عربي اماراتو کې له ايرلينډ او سکاټلينډ سره څلور يو ورځنۍ نړيوالې لوبې لري چې دا به هم د نړيوال جام د تياريو لپاره ګټور ثابت شي.

د کرکټ بورډ نوي مشر وويل چې د دې ادارې د پخوانيو چارواکو له خوا د ترسره شوو مثبتو اقداماتو ستاينه وکړه او په ډاګه يې کړه چې دوى هغو اقداماتو او کارونو ته به ادامه ورکوي، چې په هېواد کې د کرکټ د پرمختګ لامل ګرځي.

دى وايي چې د دوى اوس ټوله پاملرنه نړيوال جام سياليو ته ده او تر نړيوال جام وروسته به هڅه کوي، چې د کرکټ د لومړۍ درجې دريځ لرونکو هېوادونو سره خپلې اړيکې پياوړې کړي او له دوى سره په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو تړونونه لاسليک کړي.

دانش زياته کړه: ((موږ هغه مهال د لومړۍ درجې دريځ ترلاسه کولى شو چې له پياوړو لوبډلو سره ډېرې سيالۍ په لاره واچوو، که څه هم په لومړي سر کې به افغانستان ډېرې لاسته راوړنې ونه لري، خو له دې سياليو سره د ملي لوبغاړو تجربې زياتېږي.))

هغه له حکومته وغوښتل چې په دې برخه کې د دوى سياسي او مالي ملاتړ وکړي؛ ځکه چې د ده په وينا، د حکومت له ملاتړ پرته دوى نه شي کولى په نړيواله کچه نور پرمختګونه وکړي.

نوموړى وايي، کله چې ولسمشر يا نورو لوړپوړو دولتي چارواکو هغو هېوادونو ته چې د کرکټ لوبې کوي، سفرونه ترسره کوي، نو بايد د کرکټ ادارې يو مسوول له ځان سره بوځي، څو له دغو هېوادونو سره د کرکټ په برخه کې پر همکاريو خبرې وشي.

Related Topics