Language

د مقر د پاڅونوالو مشر ووژل شو

غزني (پژواک، ۹ مرغومی ۹۳): چارواکي وايي چې د غزني د مقر ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر فيض الله له درېيو پاڅون کوونکو سره يوځاى په چاودنه کې وژل شوى دى.

د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغو پاڅونوالو پر موټر نن سهار لس بجې د مقر ولسوالۍ د زرکشانو په سيمه کې چاودنه شوې ده.

ننګ وايي په دې پېښه کې د پاڅون کوونکو قوماندان فيض الله او درې پاڅون کوونکي وژل شوي او يو بل پاڅون کوونکى ټپي شوى دى.

هغه وويل چې دغه پاڅونوال په سيمه کې پر ګزمه بوخت وو چې پر موټر يې د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى ماين وچاودېد.

يوه پاڅون کوونکي حبيب الرحمن پژواک اژانس ته وويل چې مشر يې نن سهار له ګزمې د راګرځېدو پر مهال د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى.

هغه وايي چې د نوموړي په وژل کېدو به وسله وال طالبان په دې ولسوالۍ  کې خپلو موخو ته ونه رسېږي، ځکه په وينا يې دلته سلګونه ځايي خلکو د وسله والو پر ضد پاڅون کړى دى.

پاڅونوال فيض الله تېر کال د خپل ورور مشر حبيب الله تر وژل کېدو وروسته په مقر ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو مشر وټاکل شو.

د ده ورور حبيب الله  په دې ولسوالۍ کې لومړى پاڅون کوونکى بلل کېږي چې د وسله والو پر ضد يې پاڅون پيل کړ او تېر کال په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Topics