کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٣): د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي که حکومت په نجراب کې پر ماشومې نجلۍ تېري کوونکي اعدام نه کړي، دوى به د دولت پر وړاندې وسله وال پاڅون وکړي.
د سيمې خلک وايي، چې د تېرې مياشتې په ٢٩مه د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ په غچولان سيمه کې شپږو تنو پر يوې ١٢ کلنې نجلې جنسى تېرى وکړ.
د يادې نجلـۍ خپلوان او لسګونه کليوال نن د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسيون ته ورغلي وو او غوښتنه يې کوله چې چارواکي دې پر يادې نجلۍ تېري کوونکو ته سزا ورکړي.
د نجلۍ تره عبدالقدير وويل چې پر ورېرې يې د يادې ولسوالۍ شپږو تنو سيمه ييزو پوليسو جنسى تېرى کړى دى.
دى وايي چې ځينې دولتي چارواکي د يادو سيمه ييزو پوليسو ملاتړ کوي؛ ځکه تر اوسه نه دي نيول شوي او دوى ته ګواښونه هم کوي.
عبدالقدير ګواښ وکړ چې که حکومت هر څه ژر دغه کسان ونه ونيسي او اعدام يې نه کړي، د غچولان سيمې د “پراچي” قوم پنځه زره ځوانان به د دولت پر وړاندې وسله وال پاڅون وکړي.
هغه په داسې حال کې چې ژړل يې زياته کړه: “ما ته نور مرګ په کار دى، زه ژوند نه غواړم، زه يو ډاکټر يم زه دې حکومت ته خدمت کوم، زما دوه زامن په امنيتي ارګانونو کې دي، د دې ملت ناموس ساتي، خو زما ناموس چا ونه ساته، اى خدايه مرګ راکړه.”
هغه له ولسمشر محمداشرف غني غوښتنه وکړه چې دوى يو ځل ور وغواړي تر څو له نږدې ورسره په دې اړه خبرې وکړي.
د يادې نجلۍ ٦١کلن پلار عبدالبصير چې په چيغو، چيغو يې ژړل وويل: “زه نه وم کابل ته د مزدورۍ لپاره راغلى وم، دوى خداىه ناترسو زما پر وړې لور جنسي تېرى وکړ، الله پاک دې دوى تباه او برباد کړي.”
ده هم دومره وويل چې بريد کوونکي په سيمه ييزو پوليسو کې دي او نور ژړا ورته د خبرو مهلت نه ورکاوه.
د عبدالبصير له خبرو سره د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسيون د غړو تر څنګ په غونډه کې حاضرو ټولو کسانو ژړل.
ياده ١٢ کلنه نجلۍ چې پلاستيکي بوټ يې پر پښو وو، سر يې تړلى و او ځان يې په زاړه څادر کې پېچلى و، نننۍ غونډې ته راغلې وه.
خو د جنسي تېري دې قرباني شوې ماشومې خبرې نه کولې او تره يې هم د غونډې له ګډونوالو وغوښتل چې له نجلۍ نه د پېښې په اړه پوښتنې مه کوئ، ځکه چې بيا يې رواني حالت خرابېږې او چيغې وهي.
د ياد کمېسيون مشرې نفيسې عظيمي وويل چې د ښځو چارو له وزارت سره په ګډه به دغه پېښه تعقيبوي او هڅه به وکړي چې پر يادې ماشومې د جنسي تېري عاملين اعدام شي.