Language

سناتوران: ولسمشر او اجرائيه رييس دې استعفا وکړي

کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٣): د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي چې ولسمشر او د حکومت اجرائيه رييس بايد له دندو استعفا وکړي؛ ځکه چې په درېيو مياشتو کې يواځې د کابينې په جوړېدو بريالي نه شول.

ولسمشر محمداشرف غني او د حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله د تلې په اوومه د لوړې مراسم ترسره کړل او ويې ويل چې په ٤٥ ورځو کې به کانديد وزيران معرفي کړي، خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.

دا په داسې حال کې ده چې ټول وزارتونه، خپلواک رياستونه او ولايتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي او د چارو ځينې شنونکي وايي چې دغه کار د نا امنيو د ډېروالي، اداري فساد او نورو ستونزو لامل شوى دى.

په مشرانو جرګه کې د زابل استازي محمدداوود اساس هم نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل چې له همدې امله په هېواد کې ورځ تر بلې امنيتي او اقتصادي وضعيت خرابېږي.

هغه ولسي جرګې ته د کانديد وزيرانو په معرفي کېدو کې پر ځنډ نيوکه وکړه او ويې ويل: “په سلو ورځو کې پر دې ونه توانېدل چې کابينه جوړه کړي؛ زه د افغانستان د خلکو په استازيتوب له دوى غوښتنه کوم چې استعفا وکړي.”

په ياده جرګه کې د کونړ استازى محمدامين صافي هم ورته نظر لري او نيوکه کوي چې ولسمشر او اجرائيه رييس په شاوخوا درېيو مياشتو کې د افغانستان په ٣٠ ميليونه نفوس کې ٣٠ تنه ونه موندل چې د کانديد وزيرانو په توګه يې معرفي کړي.

هغه زياته کړه: “په دغه حکومت بايد د ملي يووالي نوم نه واى ايښودل شوى؛ ځکه چې دوى په سلو ورځو کې کابينه معرفي نه کړه او دغه د ملي يووالي نوم يې وشرماوه.”

د ده په وينا، په هېواد کې د وروستيو ټولو بدبختيو عمده لامل د کابيني نه جوړښت دى او خلک نور د دغه شان بې مسووليته حکومت د زغم توان نه لري.

دى هم وايي چې ولسمشر او اجرائيه رييس بايد له خپلې دندې استعفا ورکړي.

په ياده جرګه کې د خوست استازى عارف پشتون بيا وايي چې لومړى دې ولسمشر او اجرائيه رييس ته د کانديد وزيرانو د معرفي کېدو لپاره لږ نور وخت هم ورکړل شي.

هغه زياته کړه: “که دغو دواړو مشرانو په لنډ وخت کې کابينه معرفي نه کړه، نو په عزت سره دې راشي او د خلکو په مخ کې دې استعفا ورکړي او اعتراف دې وکړي چې حکومت نه شي کولاى.”

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل: “د کابيني په معرفي کې ځنډ د هېواد لپاره ډېرې بدې پايلې لرلى شي، زه له حکومت نه غوښتنه کوم چې هر څه ژر کانديد وزيران ولسي جرګې ته معرفي کړي.”

د جرګې يو شمېر نورو غړو هم له ولسمشر او اجرائيه رييس نه غوښتنه کوله چې هر څه ژر کانديد وزيران ولسي جرګې ته معرفي کړي تر څو په هېواد کې د سرپرستۍ ستونزه پاى ته ورسيږي.

له اساسي قانون سره سم وزيران د ولسمشر پر وړانديز او د ولسي جرګې په تاييد ټاکل کېږي.

Related Topics