Language

ولسمشر غني: د ملي پروژو کنټرول او مدیریت باید پیاوړی شي

کابل ( پژواک، ٩ مرغومى ٩٣): ولسمشر محمد اشرف غني د فوايد عامې وزارت د چارو د ارزونې پر مهال وويل، چې ټولې لویې پروژې دې کنټرول او په هره اونۍ کې دې د هغو د څرنګوالي په اړه په خپله ده ته رپوټ ورکړل شي.

د ولسمشر د وياند له دفتر څخه پژواک ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې  ولسمشرغني، له وزارتونو او دولتي ادارو څخه د لیدنې د لړۍ پر دوام، نن د فوایدعامې وزارت چارې له نږدې وارزولې.

ولسمشر د فواید عامې وزارت له چارواکو سره د ليدنې پرمهال د پروژو کنټرول کمزوری بللى او د هغو پر پوره کنټرول يې ټينګار کړى دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، غني ويلي چې د فواید عامې وزارت باید ٩٠ سلنه تخنيکي او لس سلنه اداري و اوسي ترڅو خپلې اصلي تخنیکي دندې په موثر ډول ترسره کړای شي.

ده د ياد وزارت چارواکو ته ډاډ ورکړى چې د دغه وزارت د پیاوړتیا لپاره ټول اړين امکانات برابر کړي.

ولسشمر ويلي:” له بده مرغه په تېرو ۱۳کلونوکې د انجنیرۍ پر بنیادي ظرفیتونو چې د سړکونو د ساتنې او څارنې او د پروژو د مدیریت په برخوکې ورته اړتیا ده، کار نه دی شوی.”

 ولسمشرغني د عرضې او تقاضا ترمنځ اړیکې ته د اشارې په ترڅ کې څرګنده کړه چې د فواید عامې او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ باید پیاوړې همغږي شتون ولري ، داسې یو چوکاټ رامنځته شي چې له مخې یې کاري رشتې وسنجول شي او بیا د کابل پولې تخنیک پوهنتون او د کابل پوهنتون د انجنیري پوهنځی د ۲۱ مې پیړۍ د اړتیا له مخې خپل نصاب عیار کړي.

ده ټینګار کړى چې افغانستان باید د دغه کلیدي وزارت له لارې ثروت ترلاسه کړي او د دغه کار لپاره د سړک جوړونې د څرګندو معيارونو شتون ته اړتیا ده .

هغه ويلي:” موږ باید د پروژو د پلان جوړونې، ډیزاین او عملي کولو په برخه کې پر نورو باندې له اتکا کولو څخه را ووځو.”

ده دا هم ویلي، چې د فواید عامې وزارت دې د پروژو او د هغو د مالي سرچینو مدیریت رامنځته کړي او له دې لارې باید د سړک جوړونې قیمت راټیټ او کیفیت یې لوړ شي ؛ ځکه چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د لوړو قیمتونو توان نه لري.

Related Topics