دويم تعقيب – جلال اباد (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٣): چارواکي وايي چې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ پر بازار وسله وال بريد کې ١٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه بريد نن (د مرغومي ١٠مه) له غرمې مخکې شاوخوا نهه نيمې بجې د جلال اباد – تورخم پر لويه لار د بټي کوټ ولسوالۍ د حافظ کوډۍ په بازار کې وشو.
د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب پژواک خبري اژانس ته وويل، يوه ډله وسله وال چې له چاودېدونکو توکو په ډک کرولا موټر کې راغلي وو، د ولسوالۍ په څلورلارې کې يې پر يوه پوليس ډزې وکړې او هغه يې وواژه.
هغه زياتوي، د پوليسو تر ورتلو وسله والو په بازار کې پر ملکي وګړو ډزې وکړې چې له امله يې ځينو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
ولسوال وويل، کله نور پوليس ور ورسېدل نو له وسله والو سره يې نښته وکړه چې په پايله کې يې دوه بريد کوونکي ووژل شول او دوه نور په تېښته بريالي شول.
د نوموړي په وينا، د وسله والو په بريد کې يو پوليس او دوه ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
خو د بټي کوټ د کلينيک يوه کارکوونکي چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې ١٢ ټپيان ور وړل شوي وو.
سرچينه زياتوي، يو شمېر ټپيان چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ و، د غني خېلو روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بـټي کوټ ولسوال وايي چې وروسته پوليسو له چاودېدونکو توکو ډک هغه موټر ته چاودنه ورکړه، چې له وسله والو پاتې شو.
حاجي غالب وايي چې وسله والو د بټي کوټ ولسوالۍ پر ودانۍ د ډله ييز بريد پلان درلود، خو موخې ته له رسېدو مخکې په بازار کې په نښته کې ښکېل شول.
تر دې مخکې د ضياء الرحمن په نوم يوه عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه ډله وسله وال ناڅاپه راغلل او د ولسوالۍ پر بازار يې ډزې پيل کړې دي.
د مستعمر په نوم يوه بل عيني شاهد چې په ياد بازار کې دوکان لري پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار نهه نيمې بجې بازار ته وسله وال مخالفين په يو کرولا موټر کې راووتل او پر يوه پوليس يې ډزې وکړې.
دى وايي، د پوليس له وژلو وروسته وسله والو پر عامو خلکو هم ډزې پيل کړې او بيا له سيمې وتښتېدل.
مستعمر وايي چې په دې پېښه کې يو پوليس او درې ملکي وګړي وژل شوي او تر ١٤ پورې نور ژوبل شوي دي.
د هغه په وينا، په مړو او ټپيانو کې هغه ماشومان هم شامل دي چې په ياد بازار کې يې مزدوري کوله.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP