Language

لښکرګاه (پژواک،١٠ مرغومى۹۳): له قرارداديانو سره د بيو پر سره د ناندريو له امله د هلمند ښوونځيو ته تر اوسه د سون توکي نه دي رسېدلي چې له امله يې زده کوونکي له ستونزو سره مخ دي.

دا څرګندونې د مرغومي په ١٠مه په لښکرګاه کې د بُست مدني ټولنې استازو خبريالانو ته په خبري کنفرانس کې وکړې.

د دې ټولنې مشر عبدالغفار اسحاقزي وويل چې له اصولو سره سم بايد د لېندۍ په ۱۵مه د سون توکي ښوونځيو ته رسېدلي واى، خو د پوهنې په رياست کې له يو لړ ستونزو او بې پروايۍ له امله تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

د ده په وينا، په هلمند ولايت کې ځيني ښوونځي سرپناه او ځيني يې ښيښې نه لري چې د هوا د سړېدو له امله يې درسي بهير او زده کوونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

د همدې ټولني د سياسي کمېټې مشر حاجي نذير خبريالانو ته وويل، دوى د ولايت او د ښوونې او روزنې د رياست له مسوولينو غوښتنه کوي چې دغه ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

نوموړي وويل، په هلمند کې ۲۶۴ ښوونځي دي چې په هر يوه کې ۳۰ سلنه ماشومان د يخنۍ له امله نه حاضرېږي چې په راتلونکي کې يې پر زده کړه بده اغېزه کوي.

حاجي نذير وويل دغه ستونزه يوازې په هلمند کې ده او د لرګيو او ګازو له قراردادي سره يې د قيمت پر سر لانجه روانه ده چې په ترڅ کې يې زيان يوازې زده کوونکو او درسي بهير ته رسېږي.

ده وويل، دغه ستونزه له اړوند رياست سره شريکه شوې، څو په راتلونکي کې د منل شوو اصولو له مخې قرارداد وشي او د فساد په کولو سره زده کوونکي قر باني نه شي.

په همدې اړه د لښکرګاه د صافيانو سيمې د پنځم ټولکي زده کوونکي شمس الدين پژواک ته وويل چې دوى له وړاندې بخارۍ اېښي دي، خو سون توکي نه لري.

هغه وويل هوا سړه ده، په ځينو ښوونځيو کې چوکۍ هم نشته، زده کوونکي په ټغرونو کېني چې له امله يې ناروغ کېږي.

د هلمند د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر ومنله چې په سږ کال کې دوى په دې ستونزه کې راګير شول او زيان يې زده کوونکو ته ورسېد.

نوموړي وايي، اول له قراردادي سره په ډېر لوړ قيمت قرارداد شوى و چې دوى لغوه کړ، دويم ځل په لږ توپير بيا د قراردادونو اړوند کمېسيون له خوا قرارداد ونه منل شو چې له امله يې ستونزه لويه او تر اوسه وځنډېده.

جعفر زياته کړه چې تېره ورځ يې د ياد قرارداد تدارکاتي چارې بشپړې کړې او سر له ننه به ولسواليو او مرکز ته د لرګيو اوګازو د لېږلو لړۍ پيل شي.

هلمند ولايت ټول ۳۸۳ ښوونځي لري چې له دې ډلې يې ۲۶۴يې فعال دي او ۱۹۲زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

Related Topics