کابل (پژواک،١٠ مرغومى ٩٣): د ولسي جرګې پلاوى د کانديد وزيرانو په معرفي کې د ځنډ د دلايلو معلومولو په موخه نن له ولسمشر سره ګوري خو د جرګې ځيني غړي دا ډول ليدنې اغېزمنې نه بولي.
ولسي جرګې ١٢ ورځې وړاندې حکومت ته د کانديد وزيرانو د معرفي کولو لپاره يوه اوونۍ وخت ورکړى او ويلي يې وو چې که تر تېرې شنبې (د مرغومي شپږمه) کانديد وزيران معرفي نه شي، نو جرګه به يې په اړه ځانګړې پرېکړه وکړي.
خو ولسمشر او د حکومت اجرائيه رييس چې د تلې په اوومه يې د لوړې مراسم ترسره کړي، تر اوسه يې کانديد وزيران نه دي معرفي کړي او ولسي جرګې تېره شنبې پرېکړه وکړه چې د جرګې يو پلاوى به د کانديد وزيرانو په معرفي کېدو کې د ځنډ د دلايلو د معلومولو په موخه له ولسمشر او اجرايي رييس سره وګوري.
د ولسي جرګې پلاوي چې د يادې جرګې د اداري پلاوي، اتلس ګونو کمېسيونونو او د پارلماني ډلو له مشرانو جوړ دى وړمه ورځ له اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره وکتل.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال صديق احمد عثماني چې د جرګې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل چې د جرګې پلاوى به نن مازديګر په دې اړه له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم ګوري.
دى وايي چې له ولسمشر سره تر کتنې وروسته به هم له ولسمشر او هم له اجرايي رييس سره د جرګې د پلاوي د کتنو پايلې د جرګې له عمومي غونډې او رسنيو سره شريکې کړي.
عثماني وويل چې د ملي شورا د غړو په ګډون د ټولو غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې هر څه ژر کانديد وزيران معرفي کړي تر څو هېواد د سرپرستۍ له ستونزې وژغورل شي.
له تېرو شاوخوا درېيو مياشتو راهيسې ټول وزارتونه، خپلواک رياستونو او ولايتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.
خو په ياده جرګه کې د غزني استازى محمدعارف رحماني په اند دى چې د کانديد وزيرانو معرفي کېدو په اړه د جرګې د پلاوي ليدنه له ولسمشر او اجرائيه رييس سره هېڅ ګټه نه لري.
هغه زياته کړه: “د کانديد وزيرانو د معرفي کېدو پر سر د ولسمشر او اجرائيه رييس تر منځ له حده ډېرې ستونزې دي او تر اوسه يواځې پر دوو کانديد وزيرانو توافق شوى، نو دغه ليدنې هېڅ اغېز نه لري.”
هغه دا هم وويل چې تر دې وړاندې هم څو ځلې د جرګې غړو د يادې موضوع په اړه له ولسمشر او اجرايي رييس سره ليدلي خو مثبته پايله يې نه ده لرلې.
رحماني زياته کړه: “داسې ځوابونه مو ترلاسه کړي چې زه دلته د ويلو توان نه لرم او تاسو يې د اورېدو توان نه لرئ. “
ده له ولسمشر سره د جرګې د غړو د بيا ليدنې په اړه زياته کړه: “د جرګې غړي يواځې غواړي خپله دنده په دې برخه کې پر مخ بوځي او بل دا چې خلک د جرګې پر غړو فشار راوړي تر څو د کانديد وزيرانو د معرفي کېدو په برخه کې له ولسمشر او اجرائيه رييس سره وګوري.”
دغه راز د ولسي جرګې بل غړى الله ګل مجاهد هم په دې اند دى،چې د کانديد وزيرانو د معرفي کېدو په اړه د جرګې له ولسمشر او اجرائيه رييس سره د جرګې د غړو ليدنه يواځې د وخت ضايع کول دي.
هغه وايي چې د کانديد وزيرانو د معرفي کولو په برخه کې د ولسمشر او اجرائيه رييس تر منځ سياسي لوبه روانه ده او دوى په خپل واک کې هم نه دي.
مجاهد زياته کړه: “دوى ځکه په خپل واک کې نه دي چې د ملي يووالي حکومت د امريکا په سفارت کې جوړ شوى او دا سياسي لوبه هم امريکايانو روانه کړې ده، تر څو مجاهدين او دا نور خلک په دوو ډلو ووېشي.”
له اساسي قانون سره سم وزيران د ولسمشر پر وړانديز او د ولسي جرګې په تاييد ټاکل کېږي.