کندهار (پژواک ١٠ مرغومى ٩٣): له پوهنې وزارت څخه کندهار ته راغلى پلاوى وايي، د يوه ځانګړي پروګرام له مخې به په ټول هېواد کې د ښوونکو ارزونه وشي او امتيازات به يې لوړ شي.
دغه پلاوى چې په کې د پوهنې وزارت د بشري سرچينو د پراختيا لوی رييس احمد نجيب بيضايي، د اسنادو او اړيکو آمر او د وزارت ارشد سلاکار نعمت الله محمودي او د بشري سرچينو د پراختيا د لوی رياست د ګومارنې آمر محمد ناصر همت شامل دي، نن د مرغومي په لسمه يې د کندهار له سرپرست والي سره وليدل.
په دې ليدنه کې احمد نجيب بيضاني وويل، چې کندهار ته يې د سفر موخه په دې ولايت کې د ټولو ښوونځيو د ښوونکو ارزونه او د هغوى د ګومارنې د چارو څېړنه ده.
هغه زياته کړه، د پنځو ورځو لپاره به په کندهار کې پاتې شي او په دې موده کې به د ښوونځيو له ښوونکو او مديرانو سره وګوري.
نوموړى وايي، د پوهنې وزارت په پلان کې لري، چې په ټول هېواد کې د يوه ځانګړي پروګرام له لارې له ارزونې وروسته د مسلکي او غير مسلکي ښوونکو امتيازات لوړ کړي.
د کندهار سرپرست والي ډاکټر توريالي ويسا له پلاوي سره په ليدنه کې د پوهنې وزرات د دې اقدام ستانيه وکړه، خو غوښتنه يې وکړه چې دغه اداره دې سيمو او د ښوونکو مسلکيتوب او نه مسلکيتوب ته په پام دغه پروسه پلې کړي.
هغه دغه راز سپارښتنه وکړه، چې د ښوونځيو څرنګوالي ته دې پاملرنه ډېره شي او د قراردادي ښوونکو پر ځاى دې مسلکي ښوونکي په رسمي توګه په دندو وګمارل شي.
ويسا زياته کړه، د پوهنې وزارت بايد جدي هڅې وکړې، چې زده کوونکو ته پر وخت کتابونه ورسېږي او په ښوونځيو کې د زده کوونکو لپاره لابراتوارونه او د لوبو لپاره جمنازيمونه او لوبغالي جوړ کړي او دغه راز دې کلنۍ بوديجه پر وخت او سمه توګه ولګول شي.
هغه نيوکه وکړه چې يو کال وړاندې د پوهنې مخکيني وزير فاروق وردګ، کندهار ته د خپل سفر پر مهال ومنله چې د پوهنې په برخه کې يې د کندهار حق په نورو ولايتونو خوړلى، خو له ژمنې سربېره يې نه دې ولايت ته خپل حق ورکړ او نه يې په بورسونو کې ونډه ورکړه.
ويسا د ځينو نورو مسايلو تر څنګ د پوهنې وزارت په نوي نصاب کې د املايي تېروتنو يادونه هم وکړه او ويې ويل، چې وزارت دې د نصاب په کتابونو کې تېروتنې جدي ونيسي او د هغو د سمون هڅه دې وکړي.
هغه له راغلي پلاوي غوښتنه وکړه، چې د کندهار د پوهنې د برخې ستونزې دې تر ولسمشر اشرف غني پورې په سمه توګه ورسوي، ځکه هغه په دې برخه کې ډېر جدي دى.
خو والي له ګڼو ستونزو سربېره په کندهار کې د پوهنې وضعيت ښه ارزاوه او ويې ويل، چې په دې برخه کې په تېرو شپږو کلونو کې د پام وړ پرمختګ شوى دى.
د پوهنې وزارت پلاوي ژمنه وکړه، چې په کندهار کې د پوهنې شته ستونزې به تر مرکز پورې رسوي او د هواري لپاره به يې اقدام کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP