کندهار (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٣): په کندهار کې د بې وسلې کولو د پروګرام (ډاياګ) مسوولين وايي، د روان لمريز کال له پيل راهيسې د بېلابېلو امنيتي ارګانونو له خوا ورته ٥٨٩ ميله بېلابېلې وسلې سپارل شوې دي.
دغه څرګندونې په سوېل کې د ډاياګ پروګرام مسوول بريد جنرال عبدالقيوم پوپل، د وسلو سپارلو په يوه پروګرام کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
ده وويل، چې د روان ١٣٩٣ لمريز کال له پيل راهيسې د امنيې قوماندانۍ او ملي امنيت رياست له خوا ورته ٥٨٩ ميله وسلې سپارل شوي، چې په کې کلاشينکوفونه، راکټونه، ماشيندارې او تومانچې شاملې دي.
هغه زياته کړه، په دې لړ کې همدا نن د امنيې قوماندانۍ له خوا ٢٩ ميله وسلې د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې په کندهار ښار او ولسواليو کې نيول شوې وې.
نوموړى وايي، د ټاکل شويو اصولو له مخې، ډاياګ ته سپارل شوې وسلې ساحوي ډيپو ته سپارل کېږي، چې هغوى يې وروسته ورکشاپونو ته لېږي، ترڅو هغه وسلې چې د ترميم وړ وي، جوړې کړي او هغه چې د ترميم وړ نه وي، له منځه يوسي.
د هغه په خبره، د ډاياګ پروګرام درې پړاوونه لري، چې لومړى يې په داوطلبانه توګه د خلکو او ډلو له خوا د وسلو سپارل دي، دويم يې تفاهم دى چې له مخې يې خلکو ته د وسلو سپارلو په موخه قناعت ورکول کېږي او درېيم يې انظباط او ډسپلين دى، چې له مخې يې امنيتي ځواکونه د عملياتو پر مهال وسلې نيسي.
پوپل له خلکو وغوښتل، که اوس هم وسلې لري او يا يې په کومه ساحه کې تر سترګو کېږي، بايد چې له ډاياګ پروګرام سره اړيکه ونيسي، ترڅو له هغوى څخه وسلې راټولې شي.
نوموړي زياته کړه، چېرې چې وسله وي، هلته ناامني وي؛ په همدې بنسټ، دا ډېره مهمه ده چې د ډاډمن امنيت په موخه بايد غير قانوني وسلې راټولې شي.
هغه دا هم وويل، چې د ډاياګ پروګرام ته د وسلو له سپارلو سره په عمومي توګه امنيتي وضعيت ښه شوى، ځکه همدا غير قانوني وسله ده، چې د جرايمو په ترسره کولو او بريدونو کې کارول کېږي.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر جنرال رحمت الله اطرافي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې يو ځل بيا ٢٩ ميله وسلې د ډاياګ پروګرام ته وسپارلې، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې په کندهار ښار او ولسواليو کې د پوليسو په عملياتو کې نيول شوې وې.
د ده په وينا، په نيول شويو وسلو کې ١٤ کلاشينکوفونه، ٩ تومانچې، ٢ راکټونه، ٣ ماشيندارې او يو اګايز شامل دي.
دى وايي، پوليس شپه او ورځ هڅه کوي، چې د ډادمن امنيت په موخه په پرله پسې توګه عمليات وکړي او هغه وسلې تر لاسه کړي، چې وسله وال يې په بريدونو کې کاروي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP