Language

روسيه: ايساف د افغانستان په با ثباته کولو کې پاتې راغلى

کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٣): روسيه وايي چې نړيوال ځواکونه ايساف په تېرو ١٣ کلونو کې په افغانستان کې د ثبات په رامنځته کولو ناکام شوى دى.

دغه څرګندونې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې شوې چې د مرغومي په ١٠مه د دغه هېواد د اتارتاس خبري اژانس له خوا خپرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو د پرېکنده ملاتړ نوى ماموريت د پخواني جګړه ييز ماموريت په دوام رامنځته شوى دى.

سرچينې زياته کړې، اوس هم د نړيوالو ځواکونو مسووليت دى چې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته کړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي: ((څرګنده ده چې ايساف په تېرو ١٣ کلونو کې په افغانستان کې د ثبات په رامنځته کولو کې پاتې راغلى دى.))

روسيې زياته کړې، د نړيوالو ځواکونو د ايساف ماموريت چې له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې د سخت دريځۍ، ترهګرۍ، او له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره وو، نه يواځې يادې ستونزې يې له منځه يو نه وړې، بلکې نورې هم ډېرې شوې.

د يادونې ده چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا درې اوونۍ مخکې د روسيې په ملاتړ په افغانستان کې د ناټو د نوي ماموريت منظوري ورکړه.

ټاکل شوې سبا په افغانستان کې د ناټو د پرېکنده ملاتړ د روزنې، مشورې او همکارۍ نوى ماموريت پيل شي.

Related Topics