فراه (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٣): د فراه يو روږدى محمد نبي، چې د زيات ولور له امله روږدى شوى دى، وايي: ((د ولور پوره کولو لپاره ايران ته ولاړم، خو بېرته روږدى راستون شوم. هر چا مې چې ژوند تباه کړى، نه يې بښم.))
ولور هغو پيسو ته وايي، چې پلار او د نجلۍ کورنۍ يې له زوم او د زوم له کورنۍ څخه اخلي او د لګښت واک يې هم د نجلۍ د کورنۍ په واک کې دى.
د فراه د مرکز د قلعه بهبود کلي اوسېدونکى څلوېښت کلن محمدنبي، له ١٩ کالونو راهيسې بېلابېل نشه يي توکي، لکه ترياک، کرسټال او پوډر کاروي او اصلي لامل يې هم ايران ته د ولور پيدا کولو لپاره تګ بولي.
نوموړى د ژمي په يوه سړه ورځ له خپلو څو روږدو ملګرو سره د فراه زاړه ښار په يوه تنګ غار کې د نشه يي توکو په دودولو بوخت و او پژواک خبري اژانس ته يې وويل: ((١٨ کلن ځوان وم چې کوژده مې وکړه، د نجلۍ پلار ٨٠٠زره افغانۍ ولور وټاکه، ما هم ومنله؛ هرڅه مې چې وکړل، تر دې په ښکته نرخ مې نجلۍ ونه مونده.))
هغه زياته کړه: ((پلار مې نه و، حتى دومره توان مې نه درلود، چې خپل عادي ژوند وکړم؛ اته لکه افغانۍ ولور پيدا کول خو لا پرېږده… اړ شوم چې د نورو سلګونو ځوانانو غوندې ايران ته د مزودرۍ لپاره ولاړ شم.))
محمدنبي وويل چې د ايران په ساوه ښار کې د خپل ارباب (له چا سره يې چې کار کاوه) په هڅونه په نشه يي توکو روږدى شو، نږدې څلور کاله په ايران کې وو، څه پيسې به يې چې پيدا کولې، په نشه يي توکو يې لګولې.
هغه زياته کړه: ((کله مې چې وجود کمزورى شو او سم کار مې نه شو کولى، ارباب مې وشړلم. وروسته فراه ته ستون شوم، همغه محمد نبي او خالي جيب! خو اوس مې يو بل صفت زيات شوى دى، نبي معتاد!))
هغه د روږدي کس لپاره مړينه تر ژوند غوره وبلله او ويې ويل، چې اوسمهال دوه زامن او يوه لور لري او له هغوى سربېره پردې چې د پلار په توګه راسره مينه لري، خو روږدېدنه مې نه شي زغملى.
محمدنبي په غار کې کثافاتو او خپل شاوخوا ته په اشارې سره وويل: ((رښتيا هم په دې چټلو او غارونو کې ژوند غير انساني دى، خو موږ اړ يو، ځکه په کور مې مو نه پرېږدي او يوه ورځ چې نشه ونه وکړو، داسې وو، لکه په دوزخ کې، ټول بدن مو سوځي. دا ټولې ورځې د زيات ولور په سبب راباندې راغلې دي.))
هغه وويل: ((په پيل کې مې يواځې ترياک کارول، خو وروسته په کرسټال او پوډرو هم روږدى شوم او له تېرو لسو کالونو راهيسې پوډر کاروم؛ د کورنۍ او خسر له زياتو هڅو سربېره هم له نشه يي توکو نه يم اوښتى.))
نوموړي څرګنده کړه چې د ده په څېر د دې ولايت لسګونه نور ځوانان هم د لوړ ولور د موندلو لپاره ايران ته تللي او هلته روږدي شوي دي، چې اوس د زاړه ښار په غارونو کې اوسېږي او بېلابېل نشه يي توکي کاروي.
نوموړي له ټولو خلکو په ځانګړي ډول له مور و پلار غوښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې خپل اولادونه په لوړ ولور تباه نه کړي.
خو دا يواځې محمد نبي نه دى، چې لوړ ولور يې ژوند بدبخته کړى، بلکې د دې ولايت زيات ځوانان له ورته ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.
د فراه د جوين ولسوالۍ د درګ کلي اوسېدنکى ٢٢ کلن جوان، يو روږدى دى چې د فراه زاړه ښار د شمالي برخې په يوه سوړه کې له نورو روږدو سره نشه کوي.
د ده په خبره، د ښوونځي په نهم ټولګي کې و چې کوژده يې وکړه او دا چې پلار يې بزګر و او وس يې نه و چې يو ميليون افغانۍ ولور پوره کړي، نو اړ شو چې کلنۍ ازموينې پرېږدي او د ولور موندلو لپاره د ايران کرمان ښار ته ولاړ شي.
هغه وويل: ((د کار په اوږدو کې د يوه شرکت د خاوند او د هغه د بد اخلاقه او روږدې لور سره په ترياکو او فحشا روږدى شوم… تر دې چې يوه ورځ په بازار کې د پوليسو لاس ته ورغلم او له هېواده يې ووېستم.))
هغه زياته کړه: ((يو کال کېږي چې فراه ته راغلى يم او په زاړه ښار کې اوسېږم، کورنۍ مې له زياتو هڅو سربېره هم ونه توانېده، چې له نشه يي توکو مې واړوي، بالاخره دوى مايوسه شول او له ما يې لاس ووينځه.))
له ژونده دغه ناهيلي ځوان وويل، چې واده يې نه دى کړى، ځکه چې د واده لپاره يې پيسې نه درلودې. د نجلۍ کورنۍ هم موافقه نه کوله، له روغتيايي اړخه هم په دې کچه کې نه دى چې واده وکړي.
هغه زياته کړه: ((نور د واده کولو لپاره هېڅ انګېزه نه لرم…اوس خپل ځان هم راباندې بار دى، ښځه او د کورنۍ جوړول لا چېرته دي!))
د فراه د خاکسفيد ولسوالۍ د جيجه کلي اوسېدونکي ٣٧ کلن سيداحمد هم يو له هغو روږدو کسانو څخه دى، چې د زيات ولور له امله يې د دغو توکو کارونې ته يې مخه کړې ده.
هغه وويل: ((تر ٣٠ کلنۍ پورې د لوړ ولور په سبب بې واده ګرځېدم، چاته به چې ورتلم، نو خپله لور يې له ٧٠٠زرو افغانيو په کمه نه راکوله… بالاخره اړ شوم چې له خپلو دوو وروڼو سره ايران او هند ته د نشه يي توکو د قاچاق کار پيل کړم.))
هغه زياته کړه، چې ترياک يې د خولې له لارې په ګېډه کې ځاى پر ځاى کول، ايران او هند ته يې لېږدول چې له دې لارې يې يوه اندازه پيسې هم پيدا کولې او نيت يې درلود، چې له يوې نجلۍ سره کوژده وکړي.
خو هغه وايي، له کوژدې وړاندې پر نشه يي توکو روږدى شو او وروسته يې ټولو شته پيسې پر نشه يي توکو ولګولې.
هغه زياته کړه: ((اوس مې خبره تر پوډرو، کرسټالو او شيشې ته ر سېدلې، ومې نه شو کولى چې پرې يېږدم، له تېرو دوو کالونو راهيسې په زاړه ښار کې له کورنۍ نه لرې يم.))
هغه په داسې حال کې چې ويل يې، ځينې ورځې په بازار کې کار کوي او پيسې يې پر نشه يي توکو لګوي، دا يې ومنله چې کله پيسې نه وي، نو غلا هم کوي.
د فراه ولايتي شورا غړې شهلا ابوبکر هم وويل، چې ايران ته د فراهي ځوانانو د تګ يو عمده لامل د ولور پوره کول دي.
هغې زياته کړه: ((د لوړ ولور او ودونو د ډېرو لګښتونو له امله، ځوانان اړ کېږي چې د تحصيل پر ځاى ايران ته د کار لپاره ولاړ شي، چې په دې لاره کې له زرګونو خطرونو سره مخ کېږي، چې له دې ډلې په نشه يي توکو روږدي کېدنه هم ده.))
هغه وويل، عالمان او د مدني ټولنې غړي ټول دنده لري، چې د دغه ناسم عمل د مخنيوي لپاره مبارزه وکړي او ځوانان له دغه تباه کوونکې ستونزې وژغوري.
د فراه ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې مشر محمد جمعه بشيري وويل، چې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې څانګې د سروې له مخې، په فراه کې څه باندې ٤٥زره روږدي شته، چې څه باندې اتيا سلنه يې ځوانان دي.
هغه زياته کړه، چې د فراه ولايت څه باندې اويا سلنه روږدي په ايران کې روږدي شوي او له نيمايي زيات ځوانان يې ايران ته د کار لپاره ځي؛ هغه کسان دي چې يا يې تازه کوژده کړې او يا هم د واده تصميم لري.
د ده په خبره، دغه ځوانان اړ شوي چې د ولور ګټلو لپاره ايران ته ولاړ شي، ځکه چې له يوې په فراه کې ولور له ٦٠٠زور څخه تر دوو ميليونو افغانيو پورې دى او له بلې خوا هم په هېواد دننه د کار زمينه نه ده برابره.
هغه وويل: ((دا په داسې حال کې ده، چې له بده مرغه اکثره وختونه، نه يواځې چې پيسې نه راوړي، بلکې را ستنېږي او د عمر تر پايه د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار دي، چې دغه خطر تباه کوونکى دى؛ دولت او خلک په ځانګړي ډول ديني عالمان بايد د واده د شرايطو په اسانۍ کې اقدام وکړي او ځوانان وژغوري.))
په نورو ولايتونو کې هم له ولور څخه را پيدا شوې ستونزې شته .
د ازادو رسنيو د مشارکت له خوا په کابل، ننګرهار، بلخ، هرات، کندهار، غزني، خوست او باميانو ولايتونو کې تر سره شوې څېړنه څرګندوي، چې ولور او د واده زيات لګښتونه د زياتو ستونزو، لکه په نشه يي توکو اخته کېدو، له هېواده بهر د درنو کارونو تر سره کولو، ځان وژنې، غلا، طلاق او بېلتون، له واده څخه د ځوانانو د محروميت، رواني ناروغيو، کورنيو ستونزو او له کورونو څخه د نجونو د تېښتې لامل شوي دي.
د ازادو رسنيو مشارکت له پژواک خبري اژانس، کليد ګروپ، هشت صبح ورځپاڼې او سبا نشراتي موسسې څخه جوړ شوى دى.