مزارشريف-کابل (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٣): د بلخ د والي وياند د المانۍ رسنۍ (شپيګل) هغه څرګندونې رد کړې چې د والي عطاء محمد نور په اړه يې خپرې کړې او زياتوي چې دا ډول څرګندونې د شخصيت وژنې په معنا دي.
د المان شپيګل ورځپاڼې څو ورځې مخکې د ناټو د پټو سرچينو په حواله خبر ورکړى و چې ګواکې د بلخ والي او د جمعيت اسلامي د اجرائيه شورا رييس عطاء محمد نور په هدفي وژنو، نشه يي توکو قاچاق او فساد کې لاس لري.
خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد د مرغومي په ١٠مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې د شپيګل يادې څرګندونې بې بنسټه، له حقيقته لرې وبللې او رد يې کړې.
هغه زياته کړه: ((دا د افغانانو د سياسي مشرانو د شخصيت وژنې يوه ناوړه هڅه ده چې د شپيګل له خوا ترسره شوېده.))
نوموړى وايي چې عطاء محمد نور يو سيمه ييز شخصيت نه، بلکې ملي سياسي شخصيت دى او دغه ډول خلک هېڅکله د خپل هېواد د ملي ګټو پر خلاف کړنې نه ترسره کوي.
د فرهاد په وينا، شپيګل رسنۍ چې کوم راپور خپور کړى دا د افغانستان د ملي ګټو خلاف دى او والي د دغه ډول کړنو په اړه فکر هم نه شي کولى.
د نشه يي توکو په قاچاق کې د عطاء محمد نور د ښکېلتيا په اړه منير فرهاد وايي، اووه کاله مخکې چې په ټول هېواد کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي وو، په بلخ ولايت کې يې کچه صفر ته راټيټه شوې وه.
د والي وياند د کورنيو چارو د پخواني مرستيال جنرال داوود په وژلو کې د لاس لرلو په اړه د شپيګل له خوا لګول شوى تور بېځايه بولي او زياتوي چې د افغانستان د ملي امنيت رياست په دې اړه بشپړ معلومات لري چې د دغو ترورونو تر شا د چا لاس و.
هغه زياتوي: ((د جنرال داوود يو له هغو کسانو څخه و چې عطاء محمد نور پرې له زړه څخه خواشينى شوى و، ځکه چې هغه يې د سنګر ملګرى و.))
منير فرهاد ويلي، شپيګل هڅه کوي چې د افغانانو تر منځ نفاق رامنځته کړي او په ځانګړې توګه غواړي چې د عطاء محمد نور شخصيت ته زيان ورسوي.
د شپيګل په ياد راپور کې راغلي چې ناټو په ٢٠١٠ زېږديز کال کې د داسې کسانو يو لېست جوړ کړى چې بايد ترور کړى شي.
سرچينه زياتوي چې د بلخ د والي عطاء محمدنور نوم هم په ياد لېست کې په ١٧٧٢ مقام کې ځاى لري.
يادې رسنۍ د ناټو د پټو اسنادو په حواله ليکلي چې عطاء محمد نور د نشه يي توکو د قاچاق له لارې ميليونونه ډالر ترلاسه کړي دي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له تېرو څو کلونو راهيسې نور د ناټو تر کلکې څارنې لاندې و او په دې موده کې يې د هغه په اړه نور اسناد هم راټول کړي دي.
په ياد راپور کې دغه راز راغلي چې د بلخ والي عطاء محمد نور د مجاهدينو او طالبانو د يو شمېر قوماندانانو په ترور او وژنو کې هم لاس درلود.
سرچينې په ځانګړې ډول ادعا کړې چې د کورنيو چارو د پخواني مرستيال او په شمال کې د پوليسو د ٣٠٣ زون د قوماندان جنرال داوود داوود په ترور کې هم نور ښکېل و.
بلخوا د المان د پارلمان يو شمېر غړو د ناټو له خوا د يو شمېر کسانو د ترور او هدفي وژنو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې ده.