Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ويسا: امنيتي ځواکونه د بهرنيو ځواکونو له شتون پرته امنيت خوندي کولاى شي

کندهار (پژواک ١٠ مرغومى ٩٣): د کندهار سرپرست والي وايي، امنيتي ځواکونه اوس دا وړتيا لري، چې د بهرنيو ځواکونو له شتون پرته د خپلې خاورې او خلکو ساتنه وکړي.

ډاکټر توريالي ويسا دغه څرګندونې د ولايت مقام په اونيزه امنيتي غونډه کې وکړې، چې په کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد، امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق، د افغان او ايساف ځواکونو يو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی وو.

ويسا د بهرنيو ځواکونو د پوځي ماموريت له پاى ته رسېدو سره له هغوى مننه وکړه، چې په نورو برخو کې د مرستې ترڅنګ يې د افغان ځواکونو په روزنه کې هر اړخيزه همکاري کړې ده.

هغه زياته کړه، افغان ځواکونو اوس دا وړتيا تر لاسه کړې، چې د بهرنيو ځواکونو له شتون پرته هم امنيت په ښه توګه خوندي کړي.

د ده په خبره، د افغانستان او امريکا تر منځ د شوي تړون له مخې، بهرني ځواکونه د ٢٠١٤ کال په روانه ډيسمبر مياشت کې خپل نظامي ماموريت پاى ته رسوي او د نوي زېږديز کال له لومړۍ نېټې څخه به يواځې په تعليمي او پرمختيايي برخو کې مرسته کوي.

نوموړي امنيتي ځواکونه وستايل، چې د خلکو همکاري يې خپله کړې او په يواځې ځان توانېدلي، په دې ولايت کې خلکو ته د ژوند ډاډمنه فضا برابره کړي.

هغه دا هم وويل چې د بهرنيو ځواکونو د پوځي ماموريت له پاى ته رسېدو سره پر وسله والو مخالفينو هغه بهانه ودرېده، چې ګواکې د بهرنيو ځواکونو د شتون په خاطر جګړې ته دوام ورکوي.

سرپرست والي پر وسله والو غږ وکړ، چې نور له جګړې لاس واخلي او د خاورې او خلکو د ساتنې په موخه د خپلو امنيتي ځواکونو تر شا ودرېږي.

هغه دغه راز د سولې شورا له مسوولينو وغوښتل، چې د سولې او ثبات په برخه کې دې خپلې هڅې پراخې کړي، په کليو او ولسواليو کې دې غونډې جوړې کړي، د جوماتونو له امامانو سره دې وويني، ترڅو وسله وال له جګړو را وګرځي.

په کندهار کې د سولې د ولايتي شورا مشر حاجي عطا محمد احمدي وويل، چې په دې وروستيو کې ګڼ وسله وال ځپل شوي له جګړې ستړي شوي، چې ډېرو يې له جګړې لاس اخيستى دى.

هغه زياته کړه، اوس مهال د وسله والو مخالفينو شتون يواځې تبليغاتي بڼه لري، خو هغوى هڅه کوي پاتې مخالفين سولې ته وهڅوي.

په دې غونډه کې د يوناما استازي سايمون هارموس هم وويل، چې د بهرنيو ځواکونو له همکارۍ پرته افغان ځواکونه د امنيت ساتلو وړتيا لري.

هغه زياته کړه، افغان ځواکونه د تېر په پرتله ډېر منظم او ځواکمن شوي او هغوى يې وستايل، چې د امنيت ساتنې په برخه کې لاسته راوړنې لري.

په سوېل کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد وويل، چې د بهرينو ځواکونو د نظامي ماموريت له پاى ته رسېدو سره يې د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي نوره هم زياته شوې ده.

هغه د روانې اونۍ په اوږدو کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کې يې روانه اونۍ ٩٥ ماينونه کشف او له منځه وړي او دغه راز يې په عملياتو کې ٥ وسله وال وژلي او دوه يې ټپيان کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.