Language

په زابل کې سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول شول

کلات ( پژواک، ١٠ مرغومى ٩٣): د زابل پوليسو پر لويه لاره د تلاشۍ پر مهال له يوه موټر څخه سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.

د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونۍ د مرغومي په لسمه، پژواک خبري اژانس ته وويل، قاچاق وړونکو غوښتل چې يوه اندازه نشه يي توکي له کابل څخه هرات ولايت ته ولېږدوي.

هغه زياته کړه، چې پوليسو د کشفي راپور پربنسټ، نن سهار نهه بجې د کلات ښار د خرواريانو د تلاشۍ پر ځنځير شکمن موټر وپلټه او نشه يي توکي يې ترې تر لاسه کړل.

نوموړى وايي، په دې توکو کې ۲۴۵ کيلوګرامه ترياک او ۱۹ کيلوګرامه هيرويين شامل دي او د قاچاق په تور يې دوه تنه، چې د هرات ولايت اوسېدونکي دي، نيول شوي دي.

د امنيه قوماندان په وينا، دوى په روان کال کې په زياته اندازه نشه يي توکي او سلګونه قاچاق وړونکي نيولي او عدلي ارګانونو ته يې سپارلي دي

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.