جلال اباد( پژواک، ١٣ مرغومى ٩٣): د ننګرهار په خېوې ولسوالۍ کې ٧٠٠ ښوونکو ته د ځمکو د نومرو د وېش لړۍ پيل شوه.
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواري،پژواک خبري
اژانس ته وويل چې د ځمکو يادې نومرې د خېوې په مرکز کې پر ښوونکو وېشل کېږي.
د پوهنې سرپرست وزير محمداصف ننګ په دې اړه په جوړو شويو مراسمو کې وويل، چې په دې ښارګوټي کې د ځمکو نومرو د وېش پيل ځکه بختور دى، چې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد( ص) د زوکړې له ورځې سره سم پيل شو.
د ده په وينا، ياد وزارت پر داسې يو پروګرام کار کوي، چې له مخې به يې ښوونکو ته پر يادو نومرو د کور جوړولو لپاره اوږدمهاله پورونه هم ورکړل شي.
ده د ننګرهار خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په دې ولايت کې به د ښوونکو د کمښت ستونزه په لنډ وخت کې هواره کړي.
بله خوا د ننګرهار مرسيتال والي محمدحنيف ګرديوال هم په ياد ښارګوټي کې ښوونکو ته د ځمکو د نومرو پر وېش خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، په هغو ولسواليو کې چې د ښوونکو لپاره په کې ښارګوټي په پام کې نيول شوي ،ځايي چارواکو ته لارښوونه شوې چې د دغو ښارګوټو پر وړاندې پرتې ستونزې له منځه يوسي.
د ننګرهار د پوهنې رييس پوهندوى الله داد اسماعيليزي وويل چې په ننګرهار ولايت کې تر اوسه د ښوونکو لپاره ١١ ښارګوټي په پام کې نيول شوي، چې په کې يو شمېر ښوونکو ته نومرې وېشل شوي او د نورو اداري چارې د بشپړېدو په حال کې دي.
د ښوونکو د ټولنې مشر معلم عاشق الله ، په نننيو مراسمو کې د ښوونکو په استازيتوب له پوهنې وزارت او نورو اړوند ادارو مننه وکړه چې ښوونکو ته يې د ځمکو د نومرو د تر لاسه کولو زمينه برابره کړې ده.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن