کندز (پژواک، ۱۳ مرغومى۹۳): د کندوز چارواکي وايي چې ددغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې د سيمه ييزو پوليسو دوه قوماندانان ، يو عام وګړى او څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي پژواک اژانس ته وويل چې ياد کسان تېره شپه ددې ولسوالۍ د”سکى” په کلي کې د وسله والو طالبانو په کمين کې وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې په ياده نښته کې يو سيمه ييز پوليس ټپي شوى هم دى.
د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمد امان ابراهمي هم دغه نښته تاييدوي او وايي چې تېره ورځ مازيګر هم د سيمه ييزو پوليسو او وسله وال طالبانو ترمنځ په دغه سيمه کې نښته رامنځته شوې وه .
ددولت وسله والو مخالفينو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP