ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ته لېږدېدونکې وسلې ونيول شوې

کابل ته لېږدېدونکې وسلې ونيول شوې

author avatar
3 Jan 2015 - 11:29
کابل ته لېږدېدونکې وسلې ونيول شوې
author avatar
3 Jan 2015 - 11:29

جلال اباد( پژواک، ١٣ مرغومى ٩٣): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، له دوو تنو سره يې  ١٧ ميله  سپکې وسلې، چې کابل ته لېږدول کېدې، نيولې دي.

د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د مرغومي په ١٣مه د يوې
خبري غونډې پر مهال   وويل، چې له يادو وسلو څخه ١۲ کلاشينکوفونه او درې چرييز ټوپک چې په يو تونس موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو، د دې ولايت د سره رود ولسوالۍ د درونټې د تلاشۍ په پوسته کې نيول شوې دي.

هغه وويل، چې دغه وسلې له تورخم څخه کابل ته لېږدول کېدې او په تړاو يو تن نيول شوى دى.

دغه راز  امنيه قوماندان وويل، چې پوليسو يو بل تن له دوه ميله تومانچو سره چې کابل ته يې لېږدولې تېره  ورځ په درونټه کې  نيول شوى دى.

هغه دا هم وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې د دې ولايت د کوټ ولسوالۍ  په بېلابېلو سيمو کې د ځانګړو ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات هم پيل شوي دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.