Language

د قره باغ جنايي امر له يوه پوليس سره ووژل شو

غزني ښار (پژواک ۱۴ مرغومى ۹۳): د غزني ولايت د قرباغ ولسوالۍ جنايي امر له يوه ساتونکي سره د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

د غزني د سرپرست والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا درې نيمو بجو د کابل – کندهار پر لويه لاره د قرباغ ولسوالۍ اړوند په باران کلا سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، د قره باغ د جنايي امر عالم جګرخون په موټر د سړک غاړې ماين په دې چاودنه کې، نوموړى له يوه پوليس ساتونکي سره وژل شوى او يو بل پوليس ټپي دى.

وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، د کندهار په پنځمه امنيتي حوزه کې د يوه ماين د شنډولو پرمهال يو ملکي وګړى ټپي شوى دى.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني پژواک اژانس ته وويل، چې نن ماښام شاوخوا شپږ نيمې بجې د حضرت جي بابا په سيمه کې، پوليسو د يوه ماين تر کشفولو وروسته، غوښتل چې له منځه يې يوسي، خو چاودېدلى دى.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې يواځې يو ملکي وګړى ټپي شوى دى.

 

Related Topics