Language

په غزني کې يوه قابله له خپل خاوند سره وژل شوې

غزني ښار(پژواک ۱۴ مرغومی ۹۳) : چارواکي وايي چې د غزني ښار اړونده سيمه کې يوه قابله له خپل خاوندسره په مرموز ډول وژل شوې ده.

د والي وياند شفيق ننګ د مرغومي په ١٤مه،پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د غزني ښار اړونده د منګور په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه،چې وسله وال د دلکشا په نامه د يوې قابلې کور ته  ور اوښتي او هغه يې له خپل خاوند سره وژلې ده.

ننګ وايې چې ددې پېښې په تړاو پوليسو پلټنې پيل کړي، تراوسه يې په دې تور څوک نه دي نيولي ، خو نوموړی دغه کار د وسله والو طالبانو بولي.

د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت وايي چې دوى هم له يادې پېښې خبر شوي، خو جسدونه ورته نه دي راوړل شوي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

منګور د غزني ښار سوېل ته په اوه کيلومترۍ کې د کابل – کندهار پر لويه لاره پرته سيمه ده ، چې ډېری مهال په کې وسله والې نښتې رامنځته کېږي .

Related Topics