Language

په غزني کې ۱۹ وسله والوته مرګ ژوبله اوښتې

غزني ښار(پژواک ۱۴ مرغومی ۹۳) : چارواکي وايي چې په غزني ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې ١٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د سرپرست والي وياند شفيق ننګ د مرغومي په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته نن غرمه د مقر ولسوالۍ د ګداخېلو په سيمه کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې ملي پوليس  په سيمه کې له وسله والو طالبانو سره نښته کې ښکېل شوي وو، چې په پايله کې يې ١٢ وسله وال ووژل شول او ٧ نور يې ټپيان شوي دي.

ننګ وايي چې  په دې نښته کې يو سيمه ييز پوليس هم ټپي شوی دى.

خو د ګداخېلو د سېمې يوه اوسېدونکي روح الله پژواک ته وويل چې په دې نښته کې دوه پوليس وژل شوي دي.

وسله والوطالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي  ويلي.

Related Topics