دويم تعقيب-کابل (پژواک ١٥ مرغومى ٩٣): د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې د بهرنيانو پر موټر باندې د ځانمرګي بريد په پايله کې يو ملکي وګړى وژل شوى او د څلورو بهرنيانو په ګډون په کې اوه تنه ټپيان شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو مشر سمونوال همايون عيني نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد نن له غرمې وروسته د اروپايي ټولنې د پوليسو پر کاروان باندې شوى دى.
عيني زياته کړه، چې په دغه پېښه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او د څلورو بهرنيو سرتېرو په ګډون په کې اوه تنه ټپيان شوي دي.
سرچينې پر دې سربېره چې د پېښې ټپيان نارينه دي او روغتون ته لېږدول شوي، زياته کړه چې د معلوماتو له مخې د دوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
ورته مهال د کابل امنيه قوماندنۍ وياند حشمت الله ستانکزي پژواک ته وويل چې دغه بريد نن له غرمې وروسته ١:٣٠ بجې تر سره شوى دى.
سرچينې زياته کړه، چې يوه ځانمرګي بريد کوونکي له کرولا موټر څخه په استفادې ياد بهرني ځواکونه په نښه کړي دي.
د پژواک خبريال د پېښې له سيمې راپور ورکړ ، چې د ياد بريد له امله د ملکيانو شپږ کرولا، سراچه، تونس او لکزيس ډوله موټر ويجاړ شوي دي.
همدرانګه د سړک دواړو لوريو ته د يو شمېر دوکانونو او ودانيزو شرکتونو د ودانيو ښيښې هم ماتې شوې دي.
د اميد په نوم د يادې پېښې يوه عيني شاهد چې د پېښې له ځاى څخه په پنځوس مترۍ کې د خوراکي توکو دوکان لري او د هغه د دوکان ښيښې هم په کې ماتې شوې پژواک ته وويل، چې دغه بريد د بهرنيانو پر موټر وشو، ډېره سخته چاودنه وه؛ په يوه سراچه موټر کې چې شپږ سورلۍ په کې سورې وې ، موټر چلوونکى يې ووژل شو او پاتې نور په کې ټپيان شول.
هغه زياته کړه، امکان شته چې د يادې پېښې د ټپيانو او مړو شمېر زيات وي.
کابل کې د اروپايي ټولنې د پوليسو د ماموريت مطبوعاتي دفتر (يوپول) پژواک ته منلې چې دغه بريد نن له غرمې وروسته د دوى پر موټر باندې د کابل ښار په پلچرخي سيمه کې تر سره شوى دى.
سرچينې زياته کړه، چې په دغه پېښه کې د دوى کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او يواځې يې موټر په کې زيانمن شوى دى.
سرچينې د دې خبرې ترڅنګ چې په دغه پېښه کې يو شمېر ملکيان ټپيان شوي زياته کړ، چې د دوى د ماموريت مسوول د پېښې د څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې پيل کړې دي.
وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د دوى يوه پلوي د بهرنيو ځواکونو پر موټر چاودنه کړې چې هغوى ته يې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP