محمودراقي (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٣): د کاپيسا د ځينو ښځينه ناروغانو کورنۍ وايي چې د ملکي روغتون قابلې د ښځينه ناروغانو سمه درملنه نه کوي.
د دغو اوسېدونکو په وينا، اوسمهال ډېری ښځينه ناروغان نورو ولايتونو ته لکه پنجشېر يا کابل ته خپل ناروغان استوي؛ ځکه د ياد روغتون قابلې دوى ته سمه پاملرنه نه کوي.
د نيلاب په نوم د کاپيسا د دويم کوهستان ولسوالۍ يوې اوسېدونکې پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ چې کله خپل ناروغان روغتون ته وړو، نو قابلې په خپلو خونو کې په کمپيوټرو او راډيوګانو اورېدلو کې بوختې وې.))
د هغې په وينا، يو شمېر ناروغان سخت وي، بېړنۍ درملنې او پاملرنې ته اړتيا لري، خو قابلې په خپلو موبايلونو کې پر لوبو بوختې وي.
دا وايي: ((کله چې څوک شکايت وکړي، نو قابلې ورته بد رد وايي او کنځلې هم کوي.))
د فرشتې په نوم يوه بله اوسېدونکې هم دغه ډول شکايت کوي او له مسوولينو غواړي چې يادې له دندو ګوښه کړي.
همدا ډول د پلوشې په نوم د کاپيسا د مرکز سيمې يوې اوسېدونکې پژواک ته وويل چې د ناروغانو روغتيا ته پاملرنه کوي، بلکې خپله دنده په ښه ډول نه ترسره کوي او د خپل مسووليت هېڅ احساس نه کوي.
هغې زياته کړه: ((ځيني وخت خو د ناروغانو کورنۍ ته د شېريني وايي يعنې اول وايي څو روپۍ لري چې دا ستونزه به يې زه حل کړم بيا د انتظار په خونه کې زيات وخت د ناروغانو اولادونه پيدا کېږي او هېڅ روغتيايي اخلاق نه لري چې له ناروغانو سره څه ډول چلند وکړي.))
د شېرشاه په نوم د کاپيسا د مرکز اوسېدونکي وايي چې د ياد روغتون د قابلو له بد چلنده يې کورنۍ هم بار بار شکايتونه کړي دي خو د عامې روغتيا رياست چارواکي په دې برخه کې هېڅ اقدامات نه کوي.
د کاپيسا د عامې روغتيا رييس پوهنيار ميرزامحمد رجا وايي چې دوى ته هم په دې اړه شکايتونه رسېدلي دي.
هغه قابلو ته ګواښ وکړ چې طبي اخلاق مراعات کړي او که له دې وروسته د هغو په اړه شکايت وشو، نو له قانون سره سم به ورسره چلند وکړي.
ډاکټر رجا پژواک اژانس ته وويل چې ياد روغتون د ټولې کاپيسا د خلکو لپاره بسنه هم نه کوي خو د دوی ستونزه حل ده؛ ځکه دوی واړه او لوی کلينيکونه په سيمو کې لري چې هلته هم د شپې او هم د ورځې له خوا د ناروغانو درملنه کېږي.