Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

”د سنګين د پوليسو له معاشونو نږدې اووه ميليونه افغانۍ شخصي جېبونو ته تللې دي “

 لښکرګاه (پژواک ۱۶مرغومى ۹۳): د هلمند د امنيه قوماندانۍ سرچينې وايي، په تېرو دوو مياشتو کې يواځې په سنګين ولسوالۍ کې د پوليسو په معاشونو کې څه کم اووه ميليونه افغانۍ حيف او ميل شوې دي.

د امنيه قوماندانۍ يوې باوري سرچينې د مرغومي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سنګين ولسوالۍ کې دوی په تشکيل کې ۲۳۷ ملي او ۳۰۰ سيمه ييز پوليس لري، چې د تلې او لړم مياشتو لپاره په يو ځاى ١٤ ميليونه افغانۍ ورته لېږل شوې وې.

سرچينه زياتوي، چې په اصل کې ۱۴۱ ملي او ۱۱۳ سيمه ييزو او ۷۴ ناسوقه ملي پوليسو ته د همدې دوو مياشتو لپاره معاشونه ورکړل شوي او پاتې پيسې په شخصي توګه د ځينو مسوولينو له خوا وېشل شوې دي.

د امنيه قوماندانۍ دغې سرچينې وويل، ۶۱١ پوليسو ته د دوو مياشتو په موخه (۱۴۳۲۰۸۰۰) افغانۍ ورلېږل شوي، چې په دې کې ۳۲۸ تنو ته (۷۶۷۵۲۰۰) افغانۍ ورکړل شوي او پاتې نورې (۶۶۴۵۶۰۰) يې شخصي جېبونو ته تللې دي.

د سرچينې په وينا، د ليندۍ د مياشتې پيسې هم منظورې شوې دي، خو تر اوسه نه دي لېږل شوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کار باندې په قوماندانۍ کې جنجالونه هم شوي  ، خو تر اوسه ورته د حل لاره نه ده پيدا شوې او موضوع همداسې ګونګه پاتې ده.

د دې ولايت يوې بلې سرچينې هم پژواک اژانس ته وويل، چې د سنګين د پوليسو د معاشونو له ستونزې څخه ټوله رهبري خبره ده؛ يو کمېسيون هم سنګين ته تللی و او دغه ټول حقايق يې پلټلي دي، خو ستونزه تر اوسه همداسې پر ځاى پاتې ده.

دغه سرچينه وايي، په دې کار کې تر ډېره د قوماندانۍ رهبري نه ده ښکېله؛ ځينې نورې کړۍ چې تر وزارت پورې رسېږي، شريکې دي.

د سنګين د ټولنيزې شورا يوه غړي علي شاه خان پژواک ته وويل چې دوی پخوا ۳۰۰ سيمه ييز پوليس درلودل، خو اوسمهال تر پنځوسو زيات نشته او له همدې امله يې د هلمند له امنيه قوماندان سره جنجال هم کړى دى.

د هغه په وينا، کومې پيسې چې د سنګين د پوليسو لپاره لېږل شوي، هغه شخصي جېبونو ته تللې دي او کوم پوليس چې اوس هلته شتون لري، هغوى ته يواځې دوه درې زره کلدارې ورکول کېږي.

دى وايي: ((د خور زوی مې په ملي پوليسو کې دی، چې له تېرو درې مياشتو را په دې خوا معاش نه دى ورکړل شوی؛ له همدې امله يې دنده پريښې او اوس د طالبانو له وېرې سنګين ته هم نه شي تللی.))

د سنګين د ټولنيزې شورا يوې ښځينه غړې زهرا پژواک ته وويل، ۱۸ سيمه ييز پوليس لري، چې هغو ته هم له تېرو لسو مياشتو راهيسې معاش نه دی ورکړل شوی.

د دې په خبره، له دې امله ډېرو پوليسو دنده پريښې او امنيت هم د همدې ستونزې له امله خراب شوی دی.

هغه وايي، غواړي چې ياده ستونزه تر وزارت  پورې ورسوي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسيمې نيازۍ پژواک ته وويل: ((د معا ش نه ورکړه خو په لويه لار پرېږده، ځنډ يې د پوليسو په روحي حالات باندې منفي اغېزه کوي او امنيت ورسره خرابېږي.))

هغې زياته کړه، دوی له مسوولينو څخه غوښتنه کوي، چې له پوليسو سره شوې ژمنې او د هغوى غوښتنې پوره کړي.

په همدې اړه د سنګين امنيه قوماندان حمدالله، چې په حاجي لالا مشهور دی، وايي، يوه اندازه پيسې په معاشونو کې د يو شمېر کسانو خپلو شخصي جيبونو ته لوېدلې دي، خو نوموړي د چا نوم وانه خيست.

د ده په وينا، پخوا په سنګين کې دغه ستونزه موجوده وه، په يوه پوسته کې به لس تنه وو، خو معاش به د شلو تنو را ايستل کېده، خو اوس دغه ستونزه نشته، دوی ملي او سيمه ييزو پوليسو ته خپل معاشونه رسولي دي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې په سنګين کې اوس هم ۳۰۰ سيمه ييز پوليس شته؟ وويل: ((۱۷۷ تنه سيمه ييزو پوليسو ته يې په بوستانزو کې، ۱۹ په نسيزو کې او سل تنو ته يې د ولسوالۍ په مرکز کې معاشونه رسولي او يو شمېر وژل شوي او يا يې دندې پريښې دي.))

د هلمند د امنيه قوماندانۍ سرپرست او د امنيت امر سمونوال پاچاګل بختيار خبريالانو ته ومنله، چې په اړونده برخه کې ستونزه شته، خو د هواري په موخه يې له وړاندې هم يو پلاوی سنګين ته لېږلی و او يو پلاوی به اوس لېږي، چې د پوليسو موجودي وکړي او معلومه کړي، چې دغه معاش سم رسېږي او که څنګه.

نوموړي دا رد کړه، چې په دومره ډېره کچه به د پوليسو د معاشونو په نوم پيسې خوړل شوې او يا هم په شخصي ډول د خلکو جيبونو ته تللې وي.

د يادولوده، چې په هلمند کې ټولټال ۶۹۵۷ ملي او سيمه ييز پوليس دنده تر سره کوي، خو دا لا نه ده معلومه، چې په نورو ولسواليو کې به دغه ستونزه وي اوکه نه؟

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.