مزارشريف (پژواک ١٦ مرغومی ۹۳): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د بلخ د سرپرست والي او د جمعيت اسلامي ګوند اجرايوي رييس عطامحمد نور د زوکړې پنځوسمې کاليزې نمانځغونډه وشوه.
دغه نمانځغونډه د جمهور خبري اژانس له خوا د ((د وطن د پوه بچي درناوی)) تر سرليک لاندې، د مرغومي په ۱۶مه، په مزارشريف ښار کې جوړه شوې، چې د شمال زون د بېلا بېلو سيمو سلګونو اوسېدونکو تر څنګ په کې د اجرايوي رياست مرستيالانو، د سولې د عالي شورا مشر، په شمال زون کې د بهرنيو ځواکونو د پرېکنده ماموريت قوماندان، د ملي شورا يو شمېر غړو ، د بلخ او د شمال زون د نورو ولايتي شوراګانو يو شمېر غړو برخه اخيستې وه.
د جمهور خبري اژانس مسوول مدني محسني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده غونډه يې د عطامحمد نور د پنځوسمې کاليزې په وياړ د ده د تېر ژوند د مبارزې د ستاينې لپاره جوړه کړې ده.
د سولې د عالي شورا رييس او جمعيت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني، چې د غونډې پرانيسته يې وکړه، وويل، چې عطامحمد نور د خپلو خدمتونو له امله د خلکو په زړونو کې ځای لري.
صلاح الدين رباني په هېواد کې د مجاهدينو مبارزې ته په اشارې سره وويل، چې مجاهدين به يواځې د جنګ قهرمانان يادېدل، خو په تېرو ديارلسو کلونو کې يې وښوده، چې دوی په سوله او بيارغونه کې هم اتلان دي.
نوموړي د هرات د بيارغونې په برخه کې د اسماعيل خان، د کندهار او ننګرهار په بيارغونه کې د ګل اغا شېرزي او د بلخ په بيارغونه کې د عطامحمد نور يادونه وکړه، چې دوى درې واړه مجاهدين دي او ياد ولايتونه يې جوړ کړي دي.
د اجرايوي رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: ((استاد عطامحمد نور د اکسفورډ دوکتورا نه لري؛ خو دی د افغانستان د جهاد د سنګرونو هغه دوکتورا او شهادتنامه لري، چې د افغانانو د عزت او ابرو د ساتنې لپاره په کې ستړی و.))
همداراز د اجرايوي رياست دويم مرستيال محمد محقق د عطامحمد نور د ستاينې په اړه وويل: ((که چېرې په مجاهدينو ناشکري وشي؛ نو دې وطن کې به القاعده او داعش حاکم شي.))
نوموړي له نړيوالو څخه وغوښتل، چې افغانستان يواځې پرې نه ږدي.
د ولسي جرګې غړي شهزاد شاهد وويل، چې د بلخ والي دې يواځې په بلخ کې نه پاتې کېږي، بلکې د ټول هېواد په کچه دې د امنيت او ملي وحدت لپاره کار وکړي.
د غونډې په پای کې عطامحمد نور له جمهور خبري اژانس څخه له مننې وروسته وويل، چې د هېواد د ساتنې او جوړېدنې په اړه به خپله مبارزه روانه ساتي.
نوموړي زياته کړه: ((له خپلې مبارزې څخه يو قدم څه، چې يو لوېشت هم نه يم وروسته شوی، د دې وطن د ساتنې لپاره زموږ هڅې پای نه لري.))
دى وايي: ((ما چې د ولسمشرۍ اول معاونيت قبول نه کړ، وزارت مې قبول نه کړ او اوس يې هم نه قبلوم؛ يواځې د دې په خاطر، چې پاتې نسلونو ته د ښه کار کولو بستر جوړ کړای شو