مزارشريف (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٣): همايون حکيمي چې په سترګو نه ويني، د افغانستان د ښوونيز نصاب ۵۰۰ کتابونه د نابينايانو د لوست د ځانګړي ليک (برېل خط) ته اړولي دي.
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې برېل خط ته د ښوونيز نصاب د ځينو کتابونو د اړولو لړۍ يې د شخصي ښوونيزو ستونزو د حل په موخه پيل کړې وه.
همايون د مزارشريف ښار اوسېدونکی دی او په خصوصي پوهنتون کې حقوق او سياسي علوم لولي.
نوموړي د سترګو ليد په کومه پېښه کې له لاسه نه دی ورکړی؛ بلکې له موره معيوب زېږدلى دى.
غنمرګې څېرې او وچو شونډو يې د تېر ۲۴ کلن ژوند د ستونزو او ربړو کيسې کولې: ((ما چې کله مکتب شروع کړ، نو په مکتب کې مې بل نابينا نه و، په ډېرو ستونزو مې زده کړې کولې.))
په خپله مونډۍ ږيره يې له لاس تېرولو وروسته زياته کړه چې په څلورم ټولګي کې و چې دې ستونزې ته يې پام شو چې بايد نابينانيان د برېل خط له لارې زده کړې وکړي او همدا خط د ده ستونزه هم حل کولی شي.
نوموړي زياته کړه چې برېل خط يې له خپل يو ګاونډي زده کړ او له همدې لارې د خپلې ښوونيزې ستونزې د حل د چارې د لټولو په فکر کې شو.
همايون وايي : ((لومړۍ مې د ځان لپاره د څلورم صنف کتابونه برېل خط ته واړول، چې کله مې يې ګټه وليده نو تصميم مې ونيو چې له اول نه تر دوولسم صنف پورې ټول مضامين به برېل خط ته اړوم او همداسې مې وکړل.))
نوموړي زياته کړه چې پوره شمېر ورته نه دی معلوم خو په دې يقيني دى چې له د ښوونيز نصاب له ۵۰۰ ډېر کتابونه يې برېل خط ته اړولي دي.
همايون چې په مزارشريف کې د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې د ځانګړو زده کړو مسوول هم دی، وايي چې يادې کمېټې ورسره په دې چاره کې د پام وړ مرسته ورسره کړې ده.
نوموړي زياته کړه چې دغه کتابونه وخت ناوخت د سويډن کمېټې له خوا بېلابېلو نابينانيانو ته وېشل شوي دي.
د هغه په وينا، خوښ دی چې د کړو چارو له لارې يې له ډېرو ړندو سره د زده کړو په برخه کې لاسنيوی کړی دی.
هغه پر ټولو معيوبينو غږ وکړ چې د خپل ژوند د حالت بدلولو لپاره دې په خپله لاس په کار شي؛ نو هله به ورسره ټولنه مرسته وکړي.
حکيمي دا ومنله چې معيوب انسان د بدن د يوې برخې د نشتوالي له امله نيمګړى وي خو نوموړي زياته کړه چې معيوبين د هڅو او زيار له لارې کولی شي چې خپله نيمګړتيا جبران کړي.
د هغه په وينا، اوسمهال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د معيوبينو لپاره د ځانګړو ښوونځيو جوړېدو تر ډېره ستونزې هوارې کړې دي.
خو حکيمي وويل چې بيا هم بايد معيوبين د روغو انسانانو په پرتله ډېر زيار وباسي.