Language

سلګونو تنو د زابل د امنيه قوماندان پر ضد لاريون وکړ

کلات ( پژواک، ١٦ مرغومى ٩٣ ) : سلګونو تنو د زابل د امنيه قوماندان پر ضد لاريون وکړ او د کابل – کندهار لاره يې د ترافيکو پر مخ وتړله.

لاريون کوونکو چې شمېره يې شاوخوا پنځه سوه تنه کېده، له مرکزي دولت څخه د زابل د امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د لرې کولو او په ولايتي اداره کې د اصلاحاتو راوستلو غوښتنه کوله.

دغه لاريون چې د مرغومي په ١٦مه، دسهار په شاوخوا ٩ بجو، د کلات له عيدګاه څخه پيل شو او ګډونوالو يې د امنيه قوماندان پر ضد شعارونه ورکړل.

د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان چې د لاريون کوونکو له مشرانو څخه و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د زابل پوليس او په خپله امنيه قوماندان په فساد او د خلکو په ځورولو کې لاس لري ، بايد له دندې څخه لرې شي.

نوموړي زياته کړه، چې دامنيه قوماندان په اړه يې د کورنيو چارو وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته خپل شکايتونه رسولي ، خو تر اوسه يې مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.

د هغه په وينا، که چېرې غوښتنې يې ونه منل شي، نو خپلو لاريونونو ته به ادامه ورکړي.

قومي مشر سردار محمد غرني هم وويل چې که د زابل امنيه قوماندان  له دندې ګوښه نه شي،نو دوى به بيا لاريونونه ترسره کړي.

د هغه په وينا، د زابل په ټولو ادارو کې پراخ فساد شتون لري ، بايد ولسمشر ورته جدي پاملرنه وکړي او د زابل په ټولو ادارو کې اصلاحات راولي.

د لاريون يو شمېر ګډونوالو ادعا کوله، چې ددې ولايت په زندانونو کې بې ګناه کسان بنديان دي او په دولتي ادارو کې فساد اوج ته رسېدلی .

خو د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی وايي چې په زابل کې د دندې د سرته رسولو لپاره کومه دلچسپي نه لري خو د کورنيو چارو وزارت له لوري د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى او د هغوى په هدايت به لرې کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دکورنيو چارو وزارت ورته يو مکتوب لېږلی چې په کې د يوه  سيمه ييز مخور له لوري د غصب شوې ځمکې د بېرته اخيستلو لارښوونه شوې، خو ځينې کسان غواړي چې د قانون د تطبيق مخه ونيسي ، خو دی به يې غوښتنو ته تسليم نه شي.

نوموړى وايي،که چېرې د ولايتي شورا د وکيلانو او سيمه ييزو زورواکو شخصي غوښتنې ومني ، نو ښه سړی دی خو که قانون تطبيقوي نو بيا يې پر وړاندې لاريون ترسره کېږي.

دا لاريون په داسې حال کې ترسره شوى، چې تېره ورځ د زابل د ولايتي شورا يو شمېر غړو د خپل دفتر دروازه هم په احتجاجي توګه وتړله.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.