Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له کندهار پوهنتون څخه فارغ شوى ٦٦کلن سړى د نورو زده کړو هوډ هم لري

کندهار( پژواک، ١٦ مرغومى ٩٣): د کندهار  يو ٦٦ کلن اوسېدونکى، چې په يوه ورځ له خپل ځوان زوى سره له پوهنتون څخه فارغ شوى، زده کړو ته د نورو د هڅونې تر څنګ،  په خپله هم د نورو زده کړو هوډ لري.

 د حاجي فيض الله صلحي په نوم دغه سپين ږيري په روانه اونۍ کې د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پښتو ادبياتو له څانګې فارغ شوى دى. د هغه زوى هم له همدې څانګې له ده سره يو ځاى فارغ شوى دى.

 حاجي فيض الله  په داسې حال کې په دې عمر کې خپلې لوړې زده کړې پاى ته رسولي، چې د خپلې کورنۍ سرپرستي ور په غاړې وه او اړ و چې د خپلو اولادونو لپاره نفقه هم پيدا کړي.

 ده  له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، هغه شپږ شپېته کاله وړاندې  د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالي کې زېږېدلى، خو ډېر ژوند يې په کندهار ښار کې کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په ١٣٤٧ لمريز کال کې له لېسې فارغ شوى، خو د اقتصادي ستونزو او تېرو لسيزو د ناخوالو له امله يې لوړې زده کړې نه وې کړې.

دى وايي، هغه که د خپل ژوند تر وروستيو کلونو د لوړو زده کړو لپاره فرصت و نه موند، خو نورو ته يې د زده کړې ورکولو دنده پر غاړه واخيسته او له ١٣٤٨ لمريز کال را هيسې يې په بېلابېلو ښوونځيو کې د ښوونکي او سر ښوونکي دندې تر سره کړې دي.

دى چې  اوسمهال د پوهنې په رياست کې د املاکو مدير دى ، وايي څو کاله وړاندې ، کله چې  په کندهار کې د شپې پوهنتون پيل شو، د خپلو لوړو زده کړو د ارمان پوره کولو هوډ يې وکړ او د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې يې زده کړې پيل کړې.

د هغه په وينا، د لوړو زده کړو د تر لاسه کولو په دې مزل کې هغه يواځې  نه و، بلکې د نورو تر څنګ يې ځوان زوى هم ټولګيوال و او په يوه ټولګي کې يې زده کړې کولې.

دى وايي، چې په  پوهنتون کې د زده کړو پر مهال يې خپله دنده هم تر سره کوله او  په دې موده کې يې   هېڅ  غير حاضري  هم نه کوله.

هغه وويل: ((زموږ د پوهنځي په ټولګي کې ټول ټال سل تنه محصلين وو، چې نور يې ځوانان او زه په کې سپين ږيرى وم، ټولو محصلينو زما ډېر احترام کاوه او ماته به يې تل ويل چې د عمر په دې پړاو کې ستاسې زده کړې موږ لا ډېرې زده کړې او زيار ته هڅوي.))

دى زياتوي: ډ((ېرو خلکو به دا هم ورته ويل چې ته نور سپين ږيرى يې، سبا او بل سبا مرې نو ته زده کړې د څه لپاره کوې؟))

هغه  وايي، د خلکو دغه راز خبرو هيڅکله هم د ده هوډ بدل نه کړ او هغه   ورځ هم را ورسېده چې خپلې زده کړې يې بشپړې کړې او له پوهنتون څخه فارغ شو.

ده زياته کړه، د پوهنتون د زده کړو تر څنګ  هره ورځ د انګليسي ژبې د زده کړې کورس ته هم  ورته او د ٣،٥ کلونو په موده کې يې انګليسي ژبه هم زده کړه.

ده  وويل، په دې موده کې د هغه لپاره تر ټولو خوشحالوونکى ټکى دا و، چې هغه په دې عمر کې پوهنتون ته د زده کړو لپاره ځي او  هغه ته په کتو به هر کال په لسګونو ځوانان تشويقېدل چې هغوى هم لوړې زده کړې وکړي.

دى وايي، ډېر خوشحالېږي چې کله ماشومان بکسې په غاړه ښوونځي ته روان ويني، خو هغه وخت بيا ډېر خپه شي چې ماشومان له زده کړو بې برخې د کاغذونو په ټولولو او يا هم نورو سختو کارونو کې بوخت وويني.

د ده  په خبره، هغه دا مهال دوې لوڼې او پنځه زامن لري او د خپلو ټولو اقتصادي ستونزو سربېره يې هغوى د پوهې او زده کړې په لاره روان کړي دي.

هغه خپل حالت ته په کتو له ټولو کورنيو وغوښتل چې په خپلو لوڼو او زامنو زده کړې وکړي او په دې برخه کې دې توپيري چلند نه کوي.

ده  د دې تر څنګ د ټول هېواد له ځوانانو هم غوښتنه وکړه چې که هر څومره د ژوند په نورو چارو کې بوخت دي، خو خپلو زده کړو ته دې هم وخت ورکړي.

هغه وويل: ((تاسو ته ما د خپل ټول ژوند کيسه وکړه چې د عمر په دې پړاو کې مې نه يواځې کار کاوه، بلکې هم مې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې او هم مې انګليسي ژبه زده کړه، ځکه خو وايم چې هيڅ بهانه د زده کړې په لاره کې خنډ کېداى نه شي او هر انسان بايد له زانګو تر قبره زده کړه وکړي.))

د ده په خبره، که دى د ٦٦ کلونو په عمر زده کړې کولاى شي، نو ځوانان چې انرژي او توان لري، څنګه نه شي کولاى چې زده کړې وکړي.

هغه وويل  چې د زده کړو لمن نه خوشي کوي او که موقع ورته برابره شي،  نورې تخصصي زده کړې به هم وکړي.

د يادونې وړه ده چې څو ورځې وړاندې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او ځينو نورو ادارو حاجي فيض الله صلحي له دې امله وستايه  چې هغه د لوړو زده کړو په بشپړولو سره په ټولنه کې خپور دا ذهنيت له منځه يووړ چې په لوړ عمر کې زده کړې نه شي کېداى.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.