Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ويسا: د بهرنيو ځواکونو ټکنالوجي او د افغان سرتېرو وړتيا وسله وال  طالبان  ماتولى شي

کندهار( پژواک، ١٦ مرغومى ٩٣):د کندهار سرپرست والي وايي، د بهرنيو ځواکونو ټکنالوجي او د افغان ځواکونو وړتيا چې سره يو ځاى شي، وسله والو مخالفينو ته ماتې ورکولاى شي.

 د کندهار سرپرست والي توريالي ويسا دغه څرګندونې نن د مرغومي په ١٦مه په اوونيزه امنيتي غونډه کې وکړې چې په کې د ولايت د  ملي امنيت رييس بريدجنرال عيسی محمد، د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان تورنجنرال عبدالحميد حميد، امنيه قومندان ډګرجنرال عبدالرازق او او د بهرنيو  ځواکونو د پرېکنده ماموريت استازو ګډون کړى و.

په دې غونډه کې د کندهار د امنيتي وضعيت، د ترياکو د کښت او د سولې د هلوځلو په اړه خبرې وشوې.

  ويسا وويل، په افغانستان کې د بهرنيو  ځواکونو د جنګي ماموريت له پاى ته رسېدو وروسته افغان ځواکونه دا وړتيا لري چې د هېواد امنيت خوندي کړي.

د يادو ځواکونو پوځي ماموريت د روان ميلادي کال له پيل سره پاى ته ورسېد او د هغوى  ((پرېکنده ماموريت)) چې له افغان ځواکونو پر تجهيز او روزنې په متمرکز وي، پيل شو.

هغه له بهرنيو ځواکونو وغوښتل چې له افغان ځواکونو سره په روزنيزه برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ده  په روانو شرايطو کې د کندهار امنيتي وضعيت تر نورو ولايتونو ښه وګاڼه او ويې ويل چې هلته  د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي د دې لامل شوې چې  امنيت ښه شي.

دى وايي، هغه امکانات چې د کندهار امنيتي ځواکونه يې لري، نور ولايتونه يې هم لري؛ خو د ځينو نورو ولايتونو د ناامنۍ لامل يې د ځواکونو تر منځ نه همغږي ده.

ويسا د کوکنارو د کښت د مخنيوي په اړه هم خبرې وکړې او له امنيتي ځواکونو يې وغوښتل چې په ټول توان د ترياکو د کښت مخه ونيسي.

هغه وويل، ترياکو نه يواځې د دې سيمې نوم بد کړى، بلکې “ترهګرۍ” ته يې وده ورکړې ده؛ ځکه چې د ده په خبره  وسله وال مخالفين له همدې لارې تمويلېږي.

دغه راز هغه  په دې وروستيو کې  په افغانستان کې د سولې د ټينګښت هلې ځلې هيله بښوونکې وبللې  او په کندهار کې يې د سولې له ولايتي شورا هم وغوښتل چې خپل فعاليتونه زيات کړي.

په دې اړه د کندهار د سولې د ولايتي شورا مشر حاجي عطا محمد احمدي وويل، پلان لري چې ولسواليو ته سفرونه وکړي او هلته د امنيت او سولې د اهميت  په اړه خلکو ته  پوهاوى ورکړي.

په دې غونډه کې امنيتي چارواکيو د خپلو فعاليتونو په اړه هم معلومات ورکړل.

د ملي امنيت رييس بريدجنرال عيسی محمد وويل چې د ملي امنيت منسوبينو د روانې اوونۍ په جريان کې د اوپراتيفي عملياتو پر مهال ۱۱ وسله وال مخالفين نيولي، ۲۲ ماينونه يې شنډ کړي او د ډنډ ولسوالۍ په کارېزک کې يې په يوه پټنځای کې ۶ د ځانمرګو بريدکوونکو واسکټونه نيولي دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالحميد حميد وويل تېره اوونۍ يې په کندهار ښار او ولسواليو کې چاڼيز عمليات کړي چې په پايله کې يې ۴ وسله وال مخالفين وژلي، يو يې ټپي کړی او څلور نور يې ژوندي نيولي دي.

هغه دا هم وويل چې  د بهرنيو ځواکونو د ماموريت له ختمېدو سره کومه ستونزه نه لري او عمليات يې په عادي بڼه دوام لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.