Language

ګيرو کې د ماين چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

غزني ښار (پژواک ۱۶ مرغومی ۹۳) : د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د غزني د ولايت مقام‌ ویاند شفیق ننګ وايي چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته په دوو نیمو بجو د ګیرو ولسوالۍ د پارچې او شیلې سیمې تر منځ پر يو زرنج موټرسايکل چې سپرلۍ يې لېږدولې،شوې ده .

د هغه په وينا، په چاودنه کې د وژل شوو او ټپي شوو ماشومانو عمرونه د نهو او ١٣ کلونو تر منځ دي.

ننګ وايي چې ټپي شوي ماشومان د اندړو ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لېږدول  شوي دي. ده وويل، چې د ټپيانو د روغتيايي حالت له څرنګوالي معلومات نه لري.

شفیق ننګ، د دې ماين د ځاى پر ځاى کېدو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي،خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.