Language

بې پيلوټه بريد کې د دوو قوماندانانو په ګډون ٣ وسله وال وژل شوي

پل علم (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٣): په لوګر ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په يوه بې پيلوټه بريد کې ددوو قوماندانانو په ګډون درې وسله وال وژل شوي دي.

دغه د بريد د مرغومي په ١٧مه سهار مهال د دغه ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې شوى دى.

د بره کي برک ولسوال انجنير رحيم امين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بهرنيو ځواکونو يوې بې پيلوټه الوتکې د دلاور په کلي کې د وسله والو مخالفينو يو کرولا موټر په نښه کړى دى.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د رحمت الله او مجيب الرحمن په نومونو دوه طالب قوماندانان له خپل يوه بل ملګري سره وژل شوي دي.

د ولسوال په وينا، دوى په سيمه کې د ٤٠ کسيزې وسله والې ډلې مشري کوله او په ډېرو نا امنيو کې يې لاس درلود.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تېره اوونۍ وسله والو په دې ولسوالۍ کې د پاڅونوالو يو قوماندان په غلچکي بريد کې وژلى و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.